بقایي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې اصلي موضوع افغانستان په ګډون وچې پورې تړلو هېوادونو ته د بندري اسانتیاوو د اجارې ورکول دي، څو د دغو هېوادونو سوداګري اسانه او ازادو اوبو ته یې لاسرسی برابر شي.