Search

سنټکام: سوریه کې مو له شپږ میاشتو راهیسې د داعش ۱۱۹ غړي نیولي او ۱۴ نور وژل شوي

News image
27 لیندۍ 1404 - 09:17
کابل ټربیون - د امریکا مرکزي قومنداني (سنټکام) وایي، له سوریایي ځواکونو سره په ګډه یې په بېلابېلو عملیاتو کې سوریه کې د داعش پټنځایونو په نښه کړي دي.
سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو عملیاتو کې د داعش ګڼ پټنځایونه او د وسلو مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د سنټکام قومندان اډمایرل بریډ کوپر دغه عملیات د داعش د ګواښ د بیا را ژوندي کېدو د مخنیوي په برخه کې مهم بللي او زیاته کړې یې ده چې د داعش پر وړاندې جګړې به دوام ورکړي.
د سنټکام په خبرپاڼه کې راغلي چې له سوریایي ځواکونو سره په ګډه یې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د ۸۰ عملیاتو په لړ کې د داعش ۱۱۹ غړي نیولي او ۱۴ یې وژلي دي.
سنټکام زیاته کړې چې دغو عملیاتو کې د داعش ځینې مشران هم په نښه شوي دي.