د افغانستان د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی او چټک توپاچوونکی، شاپور ځدراڼ، په هند کې د ورپېښې ناروغۍ له امله تېره شپه ساه ورکړې ده.
شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د ناروغۍ له امله د هند په یوه روغتون
کې تر درملنې لاندې و، خو د درملنې له دوام سره سره یې ژوند له لاسه ورکړ.
هېواد ته د هغه د جسد د رالېږدولو د کره وخت په اړه تر اوسه جزییات نه
دي ورکړل شوي.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ له مخکښو چټکو توپاچوونکو څخه و او د
ملي لوبډلې په بریاوو کې یې مهم رول لوبولی و. نوموړي د افغانستان لپاره په
نړیوالو یو ورځنیو، شل اوریزو او نورو نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی او د خپلې تېزې
توپاچونې او اغېزناکو لوبو له امله یې د کرکټ مینهوالو ترمنځ ځانګړی ځای خپل کړی
و.
د نوموړي مړینې د افغانستان د کرکټ ټولنه او مینه وال غمجن کړي دي.