Search

بښنې نړیوال سازمان: طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشریت ضد جرمونه کوي

News image
7 ساعته مخکې خالد حمیدزوی

کابل ټریبیون — د بښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان افغان ښځې او نجونې یوازې د جنسیت له امله له پراخو محدودیتونو او ځورونو سره مخ کړې دي او دغه کړنې د نړیوالو بشري حقونو له تړونونو سرغړونه او د بشریت پر وړاندې جرم ګڼل کېږي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ، د لیندۍ په شپږمه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین په لړ کې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې طالبانو له ۲۰۲۲ کال راهیسې ښځې او نجونې د ښوونځیو، پوهنتونونو، کاري ځایونو، پارکونو او ورزشي کلپونو په ګډون د ژوند په بېلابېلو برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي محدودیتونه د هغو بشري حقونو خلاف دي چې په ګڼو نړیوالو تړونونو کې تضمین شوي او افغانستان یې غړیتوب لري.

په دغو تړونونو کې د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق، د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال میثاق، د شکنجې او نورو ظالمانه او غیرانساني چلندونو پر وړاندې کنوانسیون، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون شامل دي.

دغه سازمان وايي، افغان ښځې او نجونې یوازې د خپل جنسیت له امله د طالبانو د سختو تګلارو او اقداماتو قرباني شوې دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین هر کال د نومبر په ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې پیلېږي او د ډسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې پورې دوام کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ښځې او نجونې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون څخه محرومې دي. د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له پرله‌پسې نیوکو سره سره، طالبانو دغه محدودیتونه کورنۍ مسئله بللې او ادعا یې کړې چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې خوندي دي.

تر اوسه اسپانیا او فرانسې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» بللې دي. دغو هېوادونو ویلي، طالبان اوس هڅه کوي چې ان د ښځو نومونه هم له ټولنې ورک کړي.