کابلټریبیون (کېټي) — د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې پولیسو د واده په مراسمو کې د هوايي ډزو د مخنیوي لپاره د عملیاتو پر مهال د اتو زومانو په ګډون لسګونه کسان نیولي دي.
د ټرایبل نیوز خبري شبکې رابور له مخې، د پولیسو په وینا، د بودھ بیر، ارمړ، تهکال، چمکني، فقیراباد، ریګي،
اغا میر جاني شاه او داودزۍ پولیسو مرکزونو اړوندو ډلو په بېلابېلو سیمو کې عملیات
کړي او هغه کسان یې نیولي چې د واده په مراسمو کې یې هوايي ډزې کړې وې.
پولیس وايي، له نیول شویو کسانو څخه وسلې هم ترلاسه شوې او د پېښو په
تړاو یې پر هغوی قضیې ثبت کړې دي.
د راپور له مخې، په نیول شویو کسانو کې اته زومان هم شامل دي چې د خپل
واده شپه یې د پولیسو په بندخونو کې تېره کړې ده.
په همدې حال کې د نیول شویو کسانو خپلوان د هغوی د خوشې کېدو لپاره د
پولیسو د مرکزونو مخې ته راټول شوي دي.