Search

په بټګرام کې د ځنګل د ملکیت پر سر نښته کې اووه کسان وژل شوي

News image
Tribal News Network
4 ساعته مخکې خالد حمیدزوی

د خیبر پښتونخوا په بټګرام ولسوالۍ کې د ځنګل د ملکیت پر سر د دوو قبیلو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې، چې له امله یې اووه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د پولیسو په وینا، پېښه د الایي ولسوالۍ په بالیجه ځنګل کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د الایي د ګلال خېلو او د کوهستان د کالوچ قبیلو وسله‌والو غړو پر یو بل ډزې وکړې.

د ټرایبل نیوز خبري شبکې راپور له مخې، د بټګرام د پولیسو مشر قمر حیات خان تایید کړې، چې په نښته کې د ګلال قبیلې څلور او د کالوچ قبیلې درې غړي وژل شوي دي. هغه زیاته کړې، چې په پېښه کې څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

پولیس وايي، د وژل شویو کسانو جسدونه او ټپیان د بټګرام مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، چې ټپیانو ته پکې درملنه ورکول کېږي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د بالیجه ځنګل د ملکیت پر سر د دواړو قبیلو ترمنځ شخړه له څو لسیزو راهیسې روانه ده او د منځګړیتوب له لارې د دې لانجې د هواري پخوانۍ هڅې هم بې‌پایلې پاتې شوې دي.

له نښتې وروسته په سیمه کې وضعیت ترینګلی بلل شوی او پولیسو او سیمه‌ییزې ادارې د وضعیت د کنټرول او د نورو احتمالي نښتو د مخنیوي لپاره اقدامات پیل کړي دي.