د سي بي سي نیوز د راپور له مخې، د کاناډا د کبیک ایالت د شېربروک ښار په یوه کور کې یوه افغانه مور د پنجشنبې ماښام وژل شوې او د هغې ۱۸ کلن زوی د دویمې درجې قتل په تور نیول شوی دی. پولیسو ویلي چې د پېښې څېړنې روانې دي او هغه ادعاوې چې په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې د څرنګوالي په اړه خپرې شوې، تر اوسه د چارواکو له لوري نه دي تایید شوې.
د راپور له مخې، ۴۱ کلنه یاسمین عطایي د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۸مه، پنجشنبه د شپې شاوخوا ۹ بجې، وروسته له هغې په سخت ټپي حالت کې وموندل شوه چې د شېربروک پولیس د یوه ګاونډي له لوري د کورنۍ شخړې د راپور له ترلاسه کولو وروسته د لېتری سړک یوه کور ته ورسېدل. نوموړې روغتون ته ولېږدول شوه، خو وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
سي بي سي نیوز ویلي چې د یاسمین عطایي ۱۸ کلن زوی رامیش عطایي د پېښې په ځای کې ونیول شو. په دې پېښه کې یو بل کس هم ټپي شوی، چې روغتون ته لېږدول شوی او د هغې وضعیت د ډاډ وړ دی.
پولیسو دا پېښه کورنۍ شخړه بللې او ویلي یې دي چې د کور دننه یو سخت جسم د برید لپاره کارول شوی دی.
د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې، رامیش عطایي د جمعې په ورځ د شېربروک محکمې ته وړاندې شو او د دویمې درجې قتل، له وسلې سره د برید او د بدني زیان اړولو په تور تورن شو. دغه تورونه لا تر اوسه په محکمه کې نه دي ثابت شوي. هغه اوس هم په توقیف کې دی او محکمه د دوسیې اورېدنه تر دوشنبې پورې ځنډولې، څو وکیل یې له هغه سره د لیدنې لپاره ډېر وخت ولري.
سي بي سي نیوز د کاناډا د افغانې ټولنې د غړو په حواله ویلي چې دغه کورنۍ اصلاً د افغانستان ده، خو د شېربروک پولیسو د کورنۍ د اصليت په اړه څه نه دي ویلي. شېربروک ښار له مونټریال وروسته په کبیک کې د افغانانو دویمه ستره ټولنه لري او له ۱۴۰۰ کال راهیسې، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، ګڼې افغانې کډوالې کورنۍ پکې مېشتې شوې دي.
دغه رسنۍ زیاته کړې چې د پېښې له رامنځته کېدو لږ وروسته، په فېسبوک، ټیکټاک او انسټاګرام کې د پېښې د علت په اړه بېلابېلې ادعاوې خپرې شوې. په دغو خپرونو کې ویل شوي چې شخړه د یوې ویډیويي لوبې او د کور د وای فای انټرنېټ له امله رامنځته شوې وه.
خو سي بي سي نیوز ټینګار کړی چې دغه ادعاوې تر اوسه نه دي تایید شوې. نورو رسنیو او د ډیجیټلي خوندیتوب څېړونکو هم ویلي چې د پولیسو هېڅ رسمي اعلامیه، د محکمې سند یا باوري خبري راپور نه دی موندل شوی چې دغه ادعاوې تایید کړي.
د شېربروک پولیسو ویلي چې د روانو څېړنو او قضايي بهیر د خوندي ساتلو لپاره یوازې محدود معلومات خپروي.
پولیسو همداراز ویلي چې دا د ۱۴۰۵ کال په ترڅ کې په شېربروک ښار کې د قتل لومړۍ ثبت شوې پېښه ده.