Search

ولې افغان طالبان غواړي ټویوټا موټر وپېري؟

News image
2 لیندۍ 1404 - 21:06
کابل ټربیون – بي‌بي سي اردو د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲مه) راپور ورکړ چې په افغانستان کې د حکومت بدلون نه یوازې په ارګ او وزارتونو کې واک بدل کړ؛ بلکې په سړکونو یې د موټرو ډول او برند هم بدل کړ.

د افغانستان په تاریخ کې هر سیاسي بدلون د پوځي ځواکونو د موټرو په ډول هم اغېز کړی دی. د شوروي او وروسته د امریکا د شتون پر مهال، افغان ځواکونو هغه موټر کارول چې له واکمن بهرني ځواک پورې یې تړاو درلود.

اوس د طالبانو د لنډمهالي حکومت په واکمنۍ کې چارواکي غواړي امریکايي «رینجر» موټر له منځه یوسي او پر ځای یې بل ډول موټر راوړي.

له بي‌بي‌سي سره تایید شوي معلومات ښيي چې طالبانو د جاپان له مخکښ موټر جوړونکي شرکت ټویوټا سره اړیکه نیولې وه چې نوي موټر ورڅخه واخلي.

په افغانستان کې د ټویوټا رسمي استازی «حبیب ګلزار موټرز» دی تایید کړې یې ده چې طالبانو رسمي غوښتنه کړې وه؛ خو دا غوښتنه رد شوه.

د شرکت مشر احمد شاکر عادل بي‌بي‌سي ته ویلي:«طالبانو د سپټمبر په ۲۷مه (شاوخوا دوه میاشتې مخکې) له ټویوټا سره اړیکه ونیوله؛ خو موږ یې غوښتنه رد کړه.»

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د ټویوټا استازی یوازې نړۍوالو ادارو، ځینو ناحکومتي سازمانونو او ډیپلوماتیکو دفترونو ته د موټر پلورلو اجازه لري.

د کورنیو چارو وزارت رینجر موټر له منځه وړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې امریکايي فورډ رینجر موټر په تدریجي ډول له منځه یوسي؛ خو لا روښانه نه‌ده چې پر ځای یې کوم موټر غوره کوي.

جاپاني ټویوټا موټر د اصلي انتخابونو له ډلې ګڼل کېدل.د کورنیو چارو وزارت مخکې بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې د موټرو ډول لا وروستی شوی نه‌دی او د نویو موټرو د اخیستلو لپاره بودیجه هم منظور شوې نه‌ده؛ خو د پولیسو نوی یونیفورم له ټویوټا هایلکس سره برابر ډیزاین شوی دی.

په تېرو شلو کلونو کې د امریکا او لوېدیځ په ملاتړ حکومتونو په پراخه کچه امریکايي رینجر موټر کارول. د ۲۰۱۷-۲۰۲۱ کلونو ترمنځ امریکايي شرکت AMS د ۱٫۲ مېلیارد ډالرو په تړون څه باندې ۱۳۰ زره پوځي او پولیسي موټر ترمیم کړل.

د AMS یو پخواني کارکوونکي (چې نوم یې نه‌دی ښودل شوی) بي‌بي‌سي ته وویل چې رینجر موټر په ځانګړې توګه د افغانستان په ځمکه کې د کارولو لپاره جوړ شوي وو، ډېری پرزې یې په تایلنډ کې جوړېدلې او بیا افغانستان ته لېږدول کېدې. هغه وايي چې افغان کارکوونکي یې په ترمیم روزل شوي وو؛ خو اوس ډېری یې له هېواده وتلي دي.

هغه زیاتوي چې طالبان غواړي امریکايي موټر له منځه یوسي ځکه پرزې یې ګرانې او سختې لاس ته راځي او نړۍوال بندیزونه هم د فورډ په څېر امریکايي شرکتونو سره قرارداد ته اجازه نه ورکوي.

له ټویوټا وروسته به طالبان څه کوي؟

د ټویوټا له ردولو وروسته لا روښانه نه‌ده چې طالبان به کومه بدیله لار غوره کړي؛ خو ممکن هغه موټر واخلي چې لا په افغانستان کې شته. افغانستان په لویه کچه له دوبۍ او ایرانه کارول شوي ټویوټا موټر واردوي.

ملا عمر او موټرسایکل: «د هونډا تر ټولو غوره اعلان»

د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف په خپل کتاب کې «د اور په کرښه کې» لیکي چې د ۲۰۰۱ د ډسمبر په لومړیو کې چې ماتې نژدې شوې وه، ملا محمد عمر په هونډا موټرسایکل سپور شو او وتښتېد. کله چې د جاپان لومړي وزیر له مشرف نه پوښتنه وکړه چې ملا عمر چېرته دی، هغه په ټوکې سره ځواب ورکړ:«په هونډا موټرسایکل تښتېدلی، ږیره یې په هوا کې الوځي – د هونډا لپاره تر ټولو غوره اعلان دی.»

دا لا روښانه نه‌ده چې ملا عمر په موټرسایکل تښتېدلی که په موټر؛ خو په دواړو حالتونو کې جاپاني و.د ۲۰۱۲ په اکتوبر کې طالبانو ادعا وکړه چې په زابل کې یې له کنډوالو څخه هغه ټویوټا موټر بېرته ترلاسه کړ چې ملا عمر پرې له کندهاره وتلی و.

د جاپاني موټرو او طالبانو ترمنځ اړیکه د دې تحریک له پیل راهیسې شته او ښايي تر اوږدې مودې دوام وکړي.

«د ټویوټا جګړه»

ټویوټا موټر د دوام، د تېلو کم مصرف، په سختو لارو چلېدو، د پرزو اسانه لاسرسی او د وسلو د نصبولو وړتیا له امله په نړۍ کې د وسله‌والو ډلو ترمنځ مشهور دي.

په ۱۹۸۷ کې د چاډ او لیبیا ترمنځ جګړه «د ټویوټا جګړه» نومول شوې وه؛ ځکه دواړو خواوو په پراخه کچه هایلکس او لینډکروزر کارول.