کابلټریبیون (کېټي)— ترکمنستان هڅه کوي د ټاپي ګاز نللیکې د هرات برخه د روان میلادي کال تر پایه بشپړه کړي، خو د طالبانو د ادارې په رسمیت نه پېژندل، له پاکستان سره روان کړکېچونه او د نړیوالو پانګهوالو د باور نشتوالی د دې سترې سیمهییزې پروژې د بشپړېدو پر وړاندې مهم خنډونه دي.
رویټرز خبري اژانس د ترکمنستان د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د
افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې د هرات برخې د جوړولو چارې، چې په ۲۰۲۴ کال
کې پیل شوې وې، د روان کال تر پایه بشپړېږي او تمه ده چې هرات ته د ګازو لېږد د ۲۰۲۷
کال په لومړیو کې پیل شي.
د ترکمنستان د معلوماتو له مخې، د سرحدآباد او هرات ترمنځ د ۱۵۳
کیلومتره مسیر ۱۲۴ کیلومتره برخه پایپغځونه او د نلونو د نښلولو چارې بشپړې شوې
دي. دغه برخه د ټولې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدې ټاپي نللیکې یوه کوچنۍ برخه جوړوي، چې له
ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځېږي.
د راپور له مخې، یوازې د هرات برخې د جوړولو لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیون
ډالره اټکل شوی، په داسې حال کې چې د ټولې ټاپي پروژې لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارد
ډالرو ته رسېږي.
ټاپي نللیکه په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د لېږد ظرفیت لري.
تمه ده افغانستان په لومړیو کې هر کال ۵۰۰ میلیون متر مکعب ګاز ترلاسه کړي او پاتې
برخه یې پاکستان او هند ته ولېږدول شي. دغه دواړه هېوادونه په ګډه هر کال شاوخوا ۴۵
تر ۵۰ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز واردوي.
شنونکي او د انرژۍ سکټور فعالان وايي، د طالبانو د ادارې په رسمیت نه
پېژندل او له پاکستان سره د دغه حکومت کړکېچونه د نړیوالو پانګهوالو د ګډون او د
پروژې د بشپړېدو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو بهیر ستونزمنوي. د هند او پاکستان
ترمنځ سیالي او د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ناامني هم د دې پروژې پر وړاندې
نور خنډونه بلل شوي دي.
سره له دې، ترکمنستان هیله لري چې د انرژۍ د بیو لوړېدل او د منځني
ختیځ د انرژۍ سرچینو ته د بدیلو لارو د لټون زیاتېدل به د دغه هېواد د ګازو
صادراتو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي. ترکمنستان د طبیعي ګازو د زېرمو له پلوه د
نړۍ څلورم ستر هېواد بلل کېږي، خو د ګازو په صادراتو کې تر ډېره پر چین تکیه دی.
د ټاپي پروژې په ترکمنستان کې د دولتي شرکت مشر محمدمراد امانوف ویلي،
د هرات برخې بشپړېدل کولای شي د عوایدو لومړنۍ سرچینه رامنځته او د پور ورکوونکو
باور زیات کړي. نوموړي د اسیا پراختیايي بانک او اسلامي پراختیايي بانک د احتمالي
مالي سرچینو په توګه یاد کړي دي.
اسیا پراختیايي بانک رویټرز ته ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له
بیا واکمنېدو وروسته یې له افغانستان سره خپلې عادي مرستې درولې دي، خو په ټاپي
پروژه کې لا هم ښکېل دی. دغه بانک زیاته کړې، چې د تخنیکي مرستو یا مالي ملاتړ هر
ډول پرېکړه به د شرایطو، ارزونو او د بانک له اړینو منظوریو سره تړلې وي.
اسلامي پراختیايي بانک د رویټرز د نظر غوښتنې په اړه ځواب نه دی ورکړی.
په عشقآباد کې یوه مېشت لوېدیځ ډیپلوماټ، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور
شي، ویلي چې پر یوه پېرودونکي د ترکمنستان زیاته تکیه د دغه هېواد لپاره ستراتیژیک
خطر دی او هغه پېرودونکي ته د ترکمنستان پر اقتصاد د پام وړ نفوذ ورکوي. نوموړي
زیاته کړې، چې د نړیوالې پانګونې جلبول به ستونزمن وي، خو عشقآباد چمتو دی د
افغانستان تر پولې او ان تر هغې لږ هاخوا د نللیکې د زیربناوو د جوړولو لګښتونه
پخپله ورکړي.
د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په
ډېرو سیمو کې امنیتي وضعیت ښه شوی او ترکمنستان، سره له دې چې د طالبانو اداره یې
په رسمي ډول نه ده په رسمیت پېژندلې، له کابل سره نسبتاً دوستانه اړیکې لري.
په ورته وخت کې، په ترکمنستان کې د پاکستان سفیرې فریال لغاري رویټرز
ته ویلي، چې اسلامآباد لا هم د ټاپي پروژې او همدارنګه د ترکمنستان د ګازو د لېږد
د هغې بلې طرحې ملاتړ کوي، چې له مخې به یې ګاز د پاکستان د ګوادر او کراچۍ
بندرونو ته ولېږدول شي او له هغه ځایه به په مایع بڼه نورو بازارونو ته صادر شي.