Search

روسیه: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له منځه وړل اړین دي

News image
6 ساعته مخکې خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، په افغانستان کې د ترهګرۍ د ریښو له منځه وړل او د دغه هېواد د وضعیت ټیکاو د سیمې د امنیت لپاره اړین دي. نوموړې په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګې ته په اشارې ویلي، چې نړیوالې ترهګرې ډلې په مستقیم ډول د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي.

زاخارووا د جمعې په ورځ، د لړم ۲۹مه، په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید له هر ډول «پټو موخو» او «پټو اجنډاوو» پرته ترسره شي.

هغې زیاته کړې، چې مسکو د سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره د سیمه‌ییزو لارو چارو اصل مهم ګڼي او چمتو دی چې د ترهګرۍ ضد مشخصو اقداماتو په اړه خبرې وکړي او د هوکړو پر بنسټ د دغو اقداماتو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پاکستان د سوېلي اسیا، په ځانګړي ډول د افغانستان په تړاو، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د مسکو مهم شریک بللی دی. هغې ویلي، له اسلام‌اباد سره خبرې او نږدې همغږي هم په دوه‌اړخیزه کچه او هم د څو اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې روانې دي.

زاخارووا ویلي، روسیه د «مسکو فارمټ» ته لومړیتوب ورکوي، ځکه د هغې په باور، دا د سیمې تر ټولو ټول‌ګډونه میکانېزم دی. په دغه فارمټ کې روسیه، افغانستان، پاکستان، هند، ایران، چین او د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون لري.

هغې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ ته په اشارې ویلي، مسکو وضعیت له نږدې څاري او په دوامداره توګه یې د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

د زاخارووا په وینا، روسیه چمتو ده چې د دواړو لورو په غوښتنه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په برابرولو کې همکاري وکړي.

طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې داعش په افغانستان کې د فعالیت لپاره ځای نه لري او د دې ډلې پر وړاندې یې مبارزه کړې ده.