کابلټریبیون (کېټي)— د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تانزانیا په پلازمېنه دارالسلام کې د پانګونې په اووم نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی او د دغه هېواد د ولسمشر له مرستیال او د نړیوالو شرکتونو له استازو سره یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ، د لړم ۲۹مه، په یوه
خبرپاڼه کې ویلي چې عزیزي د درې ورځني کنفرانس په لومړۍ ورځ د تانزانیا د ولسمشر
له مرستیال ډیوګراتیوس جان ندیمبي، د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو او د نړیوالو
شرکتونو له استازو سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، عزیزي د کنفرانس په یوه ګردي مېز کې هم د ګډون
کوونکو هېوادونو د وزیرانو او استازو په حضور کې ګډون کړی او د اقتصادي او
سوداګریزو موضوعاتو په اړه یې خپل نظرونه شریک کړي دي.
د تانزانیا د پانګونې اووم نړیوال کنفرانس د نومبر له ۱۹مې تر ۲۱مې
پورې د صنایعو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو د ارزونې په
موخه جوړ شوی دی. د کنفرانس د جوړونکو په وینا، په دې غونډه کې له ۱۷۰۰ څخه زیاتو
کسانو، د تانزانیا دننه او بهر، ګډون کړی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دغه کنفرانس کې د
افغانستان ګډون د هېواد د پانګونې د ظرفیتونو د معرفي کولو او له تانزانیا او نورو
هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره فرصت برابروي.