کابلټریبیون (کېټي)— د طالبانو د ستر درستیز د روغتیايي چارو قوماندانۍ وايي، د کابل د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د زړه او رګونو ناروغیو د درملنې، طبي زدهکړو او څېړنو د مرکز د جوړېدو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د دغې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه مرکز به په درېیو پوړونو کې
جوړ شي او د زړه او رګونو ناروغیو اړوند بېلابېلې تخصصي څانګې به په یوه ځای کې
ولري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د مرکز ودانۍ شاوخوا ۹۵۰ متره مربع
مساحت لري. په یوه پوړ کې یې د ۱۸ بسترو او څلورو ځانګړو (VIP) خونو
جوړول په پام کې نیول شوي او د زړه د جراحي عملیاتو لپاره به دوه عملیاتي خونې هم
ولري.
د دغه مرکز په جوړښت کې د معلوماتو او ثبت برخه، د زړه د داخلي
ناروغیو د درملنې څانګه او نورې تخصصي برخې شاملې دي.
د مرکز د جوړېدو موخه د زړه او رګونو ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي
خدمتونو برابرول، د ډاکټرانو مسلکي روزنه او په دې برخه کې د څېړنیزو فعالیتونو
لپاره د زمینې برابرول بلل شوې ده.
د طالبانو د ستر درستیز د روغتیايي چارو قوماندانۍ ویلي، دغه مرکز به
په عصري طبي وسایلو او تجهیزاتو سمبال شي او د زړه او رګونو ناروغیو د تشخیص او
درملنې په برخه کې به خدمات وړاندې کړي.
تر دې وړاندې هم د دغه مرکز د جوړېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو او
د پروژې لګښت شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانۍ ښودل شوی و.