Search

د اغاخان پراختیايي شبکې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ژمنه کړې

News image
28 لړم 1405 - 19:58 خالد حمیدزوی

د اغاخان پراختیايي شبکې مسوولینو د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انستیتیوت د ظرفیت لوړولو ژمنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د دغه وزارت وزیر امیرخان متقي د اغاخان پراختیايي شبکې د رهبرۍ له یوه لوړپوړي پلاوي، د پوهنتونونو او روغتونونو له رییس ډاکټر سلیمان شهاب‌الدین او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي.

د وزارت په وینا، متقي په دې لیدنه کې د روغتیايي فعالیتونو پر دوام سربېره، د تاریخي ځایونو د بیارغونې او د بزګرانو د ملاتړ په برخو کې د اغاخان پراختیايي شبکې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اغاخان پراختیايي شبکې مسوولینو په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د زیاتوالي او د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انستیتیوت د ظرفیت لوړولو او پراختیا ژمنه کړې ده.