Search

سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیاردو ډالرو د انرژۍ پروژو د ارزونې هوکړه لاسلیک کړه

News image
Saudi Delta Energy
27 لړم 1405 - 16:44 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — د سعودي عربستان د «ډیلټا انرژي» شرکت له پاکستان دولتي شرکت «انټر سټېټ ګاز سیسټم» سره هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې په پاکستان کې د انرژۍ د زېربناوو د پراختیا امکانات وڅېړل شي. د دواړو شرکتونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې پروګرام کې د شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالرو پانګونې وړاندیز شوی دی.

د اعلامیې له مخې، په دې پروګرام کې د طبیعي ګاز د یوې نل‌لیکې د جوړولو امکان هم ارزول کېږي، چې د پاکستان له لوېدیځې پولې دغه هېواد ته ننوځي او د عرب سمندرګي پر غاړه د ګوادر بندر ته وغځېږي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې نل‌لیکې د احتمالي غځولو موضوع به د پاکستان تر ختیځې پولې پورې هم وڅېړل شي. همداراز، د مایع طبیعي ګاز (LNG) د تاسیساتو، د ګازو د پروسس او زېرمه کولو مرکزونو او د صادراتو د ترمینلونو جوړول هم د دې پروګرام برخه ده.

د دې پروګرام بله برخه د یوې داسې نل‌لیکې د جوړولو ارزونه ده، چې د افغانستان او پاکستان پر فرضي کرښه د چمن له سیمې پیلېږي، د پاکستان له خاورې تېرېږي او د فاضلکا ښار ته نږدې د هند تر پولې رسېږي.

ډیلټا انرژي دغه مسیر «بنسټیزه ستراتیژیکه ژمنتیا» بللې او ویلي یې دي، چې د دې پروژې د عملي کېدو لپاره به د پاکستان او هند له چارواکو سره رسمي خبرې او هوکړې اړینې وي.

پاکستان ته د ګازو د لېږد لپاره د نویو نل‌لیکو د جوړولو طرحې له کلونو راهیسې له ځنډ سره مخ دي.

ډیلټا انرژي د افغانستان د کشک (Kashk) ګازي ساحې امتیاز او د دغه هېواد نورې طبیعي سرچینې د ګازو د احتمالي سرچینو په توګه یادې کړې دي. دغه شرکت ویلي، چې دا پروګرام د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هند (TAPI) له پروژې جلا دی او له ترکمنستان سره تړاو نه لري.

د دواړو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه یوازې د یادو پروژو د ارزونې لپاره یو چوکاټ برابروي. دا هوکړه د وروستۍ پانګونې پرېکړه، د پروژو د تمویل ژمنه یا د جوړولو قطعي تعهد نه ګڼل کېږي.