کابلټریبیون (کېټي)— د بېپولې ډاکټرانو سازمان وايي، په افغانستان کې د فقر او د خوراکي توکو د کمښت له امله د ماشومانو خوارځواکي زیاته شوې ده. د دغه سازمان په وینا، په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ له کبله د بستر شویو ماشومانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه لوړ شوی دی.
دغه سازمان د لړم په ۲۷مه په خپاره کړي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال له
جنورۍ تر اګست میاشتې پورې په دغو درېیو ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ له امله د
ماشومانو د بستر کېدو ۸ زره او ۴۸۷ پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، دا شمېر د ۲۰۲۵
کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ اعشاریه ۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
په راپور کې راغلي چې د هغو ماشومانو شمېر هم ۳۱ اعشاریه ۵ سلنه زیات
شوی چې عمرونه یې له شپږو میاشتو کم دي او د خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې
بستر شوي دي. په دغو ولایتونو کې خوارځواکي ماشومان د روغتیايي مرکزونو د ټولو
بستر شویو ماشومانو له ۲۶ اعشاریه ۵ تر ۳۵ اعشاریه ۷ سلنې جوړوي.
په افغانستان کې د بېپولې ډاکټرانو سازمان د درملنې برخې همغږې
کوونکې، انا باندا وايي، ځینې میندې خپل خوارځواکي ماشومان دوه یا درې ځله
روغتونونو ته لېږدوي، خو ماشومان یې له بېرته ستنېدو وروسته بیا له همدې ستونزې
سره مخ کېږي؛ ځکه کورنۍ یې د کافي او مغذي خوړو د اخیستو توان نه لري.
هغې بېوزلي، روغتیايي مرکزونو ته اوږد واټن، د ماشومانو د پالونکو
روغتیايي ستونزې، د تګ راتګ محدودیتونه او په ځینو مرکزونو کې د تغذیې د مرستندویه
توکو کمښت د ماشومانو د درملنې پر وړاندې جدي خنډونه بللي دي.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان خبرداری ورکړی چې د نړیوالو بشري مرستو د
بودیجې کمښت د افغانستان پر روغتیايي نظام فشار زیات کړی دی. د دغه سازمان په
وینا، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې پورې د روغتیايي
مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۱۹ سلنه برابره شوې وه.
د راپور له مخې، د بودیجې د کمښت له امله د روان کال له جنورۍ تر جون
پورې په ټول افغانستان کې ۲۹۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خپل فعالیتونه محدود
کړي دي، چې له امله یې شاوخوا ۲ میلیونه او ۱۷۰ زره کسان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې
شوي دي.
دغه سازمان اټکل کړی چې په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا څلور میلیونه
ماشومان او یو میلیون او ۲۷۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې د خوارځواکۍ
درملنې ته اړتیا ولري.
په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتوالي راپور داسې مهال
خپرېږي چې د راپور د شمېرو له مخې، نږدې ۱۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ
دي او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د کورنیو اقتصادي ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم خبرداری ورکړی و چې سخته لوږه
د افغان ماشومانو د زدهکړې فرصتونه له منځه وړي او ژوند یې له ګواښ سره مخ کوي.