کابلټریبیون (کیټی)— د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې د دغه سازمان د غړیتوب د ۸۰مې کلیزې په مناسبت ویلي، له افغانستان سره د اتو لسیزو همکاري او ګډ تاریخ نمانځي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر ۱۹مه، پر
خپله اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړی
شو او سږ کال یې د غړیتوب ۸۰مه کلیزه پوره کېږي.
دغه سازمان ویلي، دا کلیزه له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د اتو
لسیزو همکارۍ او ګډ تاریخ د یادونې یو فرصت دی. د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې
په همدې مناسبت یو ویډیويي پیغام هم خپور کړی او د دغه سازمان د بېلابېلو ادارو
حسابونه یې په خپرونه کې نښلولي دي.
د ملګرو ملتونو د رسمي معلوماتو له مخې، افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر
په ۱۹مه، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال، د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ او د
ملګرو ملتونو له لومړنیو غړو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
افغانستان په تېرو اتو لسیزو کې د بېلابېلو سیاسي نظامونو او حکومتونو
له بدلونونو سره سره په ملګرو ملتونو کې خپل غړیتوب ساتلی دی؛ خو په ۲۰۲۱ کال کې د
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب پر سر ستونزه
رامنځته شوې ده.
طالبانو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره خپل
استازی معرفي کړی، خو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تر اوسه د افغانستان د
استازیتوب په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. له همدې امله، د پخواني جمهوري نظام له
خوا ټاکل شوی استازی لا هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي.