د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ د مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی د مالدووا جمهوریت په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پلاوي سفر د افغانستان او
مالدووا ترمنځ د عملي او تخنیکي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه ترسره شوی
دی.
د سرچینې په وینا، افغان پلاوی به د سفر پر مهال، چې د اګست تر ۷مې دوام
کوي، د مالدووا له چارواکو سره د کرنې په برخه کې د همکاریو د پراختیا، کرنیزو
څېړنو، نوښتونو، د نباتاتو د ساتنې، عصري کرنیزو ټکنالوژیو او د ګډو عملي
پروګرامونو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړي.
افغانستان او مالدووا دواړه د کرنې په برخه کې د پراختیا لپاره د
همکاریو ظرفیت لري. د کرنیزو څېړنو او نوښتونو په برخه کې د تجربو شریکول، د
نباتاتو د ناروغیو او افتونو پر وړاندې د مبارزې لارې چارې، د عصري ټکنالوژۍ کارول
او د کرنیزو محصولاتو د تولید د کچې لوړول د دواړو هېوادونو لپاره د ګډې همکارۍ له
مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.