Search

په کونړ کې د چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي دي

News image
7 ساعته مخکې

کابل‌تریبیون — د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد ښار اړوند د شګۍ منځني ښوونځي ته څېرمه په یوه کور کې د چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي دي.

د باختر خبري اژانس راپور له مخې، د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس، سمیع‌الحق حق‌بیان، ویلي چې د دغه ولایت د ولایتي روغتون د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د پېښې له ځایه د اوو کسانو جسدونه او ۹۷ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د حق‌بیان په وینا، د ټپیانو له ډلې یو شمېر کسان چې سطحي ټپیان وو، تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته لېږدول شوي او یو شمېر نور لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړي ویلي چې چاودنه د هغو چاودېدونکو توکو د جوړولو پر مهال رامنځته شوې چې د کانونو د استخراج او د کونړ ـ نورستان پر لویه لار د ډبرو د له منځه وړلو لپاره ترې کار اخیستل کېده.