Search

د کاناري ټاپوګانو ته نږدې د ۱۴ کډوالو جسدونه موندل شوي

News image
4 ساعته مخکې خالد حمیدزوی

کابل ټریبیون — رویټرز خبري اژانس د هسپانوي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د هسپانیا د کاناري ټاپوګانو ته نږدې په یوه کښتۍ کې د ۱۴ کډوالو جسدونه موندل شوي او شاوخوا ۹۰ نور کډوال ژغورل شوي دي.

د راپور له مخې، دغه کښتۍ د جمعې په ورځ د ال‌هیرو ټاپو په سوېل کې، له ساحل څخه په ۷۲ کیلومترۍ کې موندل شوې ده.

رویټرز لیکلي، له ژغورل شویو کډوالو څخه شپږ تنه چې روغتیايي وضعیت یې نازک و، روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د مړو او ژغورل شویو کډوالو د تابعیت او هویت په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.