Search

د حیرتان بندر له لارې د افغانستان سوداګري ۷۳ سلنه زیاته شوې

News image
8 لړم 1405 - 09:01 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د بلخ د استراس شرکت مسوولان وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې د افغانستان د وارداتو او صادراتو کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۳ سلنه لوړه شوې ده.

د دغه شرکت مشر بسم‌الله مزاري وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته د وارداتي توکو ۳۷ زره او ۴۰۰ واګونونه، ۶۶ زره او ۵۲۰ ټېلر موټر او د توکو لېږدوونکې ۱۳۰۰ بېړۍ داخلې شوې دي.

د مزاري په وینا، په همدې موده کې د افغانستان د صادراتو کچه هم لوړه شوې او د وچې او تازه مېوې په ګډون ۵۵۰۹ موټر توکي د حیرتان بندر له لارې بهرنیو هېوادونو ته لېږدولي دي.

نوموړی زیاتوي، د حیرتان بندر د ظرفیت لوړولو لپاره د دغه بندر په یوه برخه کې د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي د ساحې د پراختیا پلان هم تر لاس لاندې دی، چې په پلي کېدو سره به یې د بېړیو د تګ راتګ او د توکو د لېږد ظرفیت زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته د حیرتان بندر له لارې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري پراخه شوې ده.

د حیرتان بندر له لارې د افغانستان صادرات د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدول کېږي. دغه راز د سیمې د ترانزیټي لارو له لارې ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او روسیې ته هم د افغاني توکو د لېږد امکان شته او د ازبکستان له لارې اروپايي بازارونو ته د لاسرسي زمینه هم برابره ده.