کابل ټریبیون (کېټي) —د ټولګټو وزارت وايي، چې د روان کال د تلې په میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۲۸ زره او ۹۶۸ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.
د دغه وزارت د خپرو شویو شمېرو له مخې، په دې موده کې د توکو ډېره
برخه د حیرتان بندر له لارې لېږدول شوې، چې ټولیزه کچه یې ۵۳۶ زره او ۴۳۰ ټنو ته
رسېږي.
د شمېرو له مخې، د خواف ـ هرات، تورغونډۍ او آقینې بندرونه هم د توکو
د لېږد مهمې لارې وې.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د تلې په میاشت کې د اوسپنې پټلۍ
له لارې یو زر او ۸۵۳ ټنه توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
په صادر شویو توکو کې ګاز لرونکي مشروبات، معدني ډبرې او وچې مېوې
شاملې دي.
د هېواد د اوسپنې پټلۍ د سوداګریزو توکو د لېږد یوه مهمه وسیله ګڼل
کېږي، چې له لارې یې افغانستان له سیمهییزو بازارونو سره نښلول کېږي.