کابلټریبیون (کېټي) — اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي.
د دغه شرکت په وینا، د دغې هوايي لارې په فعالېدو سره به د کندهار
اوسېدونکو او سوداګرو ته د سفر اسانتیاوې برابرې شي او د افغانستان او متحده عربي
اماراتو ترمنځ به د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نوي
فرصتونه رامنځته شي.
اریانا ویلي، هغه مسافر چې غواړي د کندهار او دوبۍ ترمنځ سفر وکړي،
کولای شي د دغې لارې ټکټونه د شرکت له مرکزي دفتر، رسمي څانګو، سیاحتي شرکتونو او
په هوايي ډګرونو کې د آریانا له دفترونو څخه ترلاسه کړي.