Search

ایران ایر د کابل، تهران او مشهد ترمنځ الوتنې بیاځلې پیلوي

News image
2 ساعته مخکې

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د ایران ملي هوايي شرکت «ایران ایر» اعلان کړی چې د کابل، تهران او مشهد ترمنځ به د اکټوبر له ۲۳مې نېټې څخه الوتنې بېرته پیل کړي.

د دغه شرکت اجرائیوي رئیس طاهر عبدالحي د سې‌شنبې په ورځ ویلي چې د تهران ـ کابل ـ مشهد ـ تهران په مسیر کې الوتنې به د جمعې په ورځ بیاځلې پیل شي.

عبدالحي د نړۍ په کچه د تېلو د بیو لوړېدل د هوايي شرکتونو پر وړاندې یوه مهمه اقتصادي ننګونه بللې ده. د هغه په وینا، د تېلو، د کارکوونکو د معاشونو او د هوايي ډګرونو د خدمتونو د لګښتونو زیاتوالي د هوايي شرکتونو پر مالي وضعیت فشار راوړی دی.

نوموړي همداراز ویلي چې ایران ایر له یو شمېر بهرنیو هوايي شرکتونو څخه شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالر طلب لري. په دغو شرکتونو کې ګلف ایر، لوفتانزا، اتریش ایرلاینز او ترکش ایرلاینز شامل دي. دغه پیسې د ځمکنیو خدمتونو، خوراکي توکو برابرولو او نورو خدماتو په بدل کې پاتې دي.

د ایران ایر اجرائیوي رئیس زیاته کړې چې پر ایران د لګېدلو بندیزونو او د بانکي حسابونو د کنګل کېدو له امله دغه شرکت نه شي کولای خپلې پاتې پیسې له بهرنیو هوايي شرکتونو ترلاسه کړي.

د کابل، تهران او مشهد ترمنځ د الوتنو بیا پیل به د افغانستان او ایران ترمنځ د هوايي تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.