کابلټریبیون (کېټي)— د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام په ملاتړ، په کندز او بغلان ولایتونو کې یو شمېر ښځو خپل کوچني کاروبارونه پراخ کړي، نورو ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې او د خیاطۍ، ګلدوزۍ او لبنیاتو د پروسس په برخو کې یې د عاید ترلاسه کولو فرصتونه رامنځته کړي دي.
په کندز او بغلان ولایتونو کې یو شمېر ښځینه متشبثې له شته ستونزو سره سره هڅه کوي چې خپل کاروبارونه وساتي، د کورنیو په اقتصادي ملاتړ کې ونډه واخلي او نورو ښځو ته د مهارتونو د زدهکړې او کار زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یوانډيپي) د معلوماتو له مخې، د دغه سازمان او همکارانو په ملاتړ، دغو ښځو په خپلو کاروبارونو کې بدلون راوستی او د نورو ښځو لپاره یې هم د کار او عاید فرصتونه برابر کړي دي.
د قمر خیاطۍ مرکز؛ له څلورو کارکوونکو تر لسو ښځو
د بغلان ولایت د قمر خیاطۍ مرکز، چې پخوا یې په محدوده کچه فعالیت کاوه، اوس د ښځو او نجونو لپاره د کارموندنې او مسلکي زدهکړو پر یوه مرکز بدل شوی دی.
د دې مرکز مالک، د پراختیا لپاره د مالي سرچینو، وسایلو او سوداګریزو فرصتونو له کمښت سره مخ وه. په پیل کې یوازې څلورو ښځو په مرکز کې کار کاوه او د روزنې ظرفیت یې هم محدود و.
د جاپان حکومت په مالي ملاتړ د خصوصي سکټور په برخه کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا پروژې (WE-ACT) له لارې، چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یې د اغا خان بنسټ په همکارۍ پلي کوي، دغه مرکز د ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو نغدي مرسته او د ۶۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت تجهیزات ترلاسه کړل. د مرکز مالک ته د سوداګرۍ او بازارموندنې په برخه کې ۱۱ ورځنۍ روزنه هم ورکړل شوه.
د دغو مرستو په پایله کې، د مرکز د کارکوونکو شمېر له څلورو څخه لسو ښځو ته لوړ شو، چې دوه پکې له بهر څخه بېرته راستنې شوې دي.
اوس دغه مرکز د پېرودونکو د فرمایشونو له مخې بېلابېلې جامې جوړوي او ځوانو ښځو او نجونو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ زدهکړې ورکوي. په روزنیزو پروګرامونو کې یې ۱۵ بېرته راستنې شوې ښځې هم شاملې دي.
د دې مرکز روزنیز فعالیتونه یوازې د مهارتونو تر زدهکړې محدود نه دي؛ زدهکوونکې د پېرودونکو د فرمایشونو په بشپړولو کې د کار له لارې عاید هم ترلاسه کوي، او یو شمېر فارغو ښځو په خپلو کورونو کې خپل کاروبارونه پیل کړي دي.
سوزها نظامي؛ له ګرافیک ډیزاین څخه د خیاطۍ او لاسي صنایعو تر کاروباره
۲۳ کلنه سوزها نظامي، چې د ګرافیک ډیزاین په برخه کې یې زدهکړې کړې او پخوا یې د خبریالې په توګه هم کار کړی، په کندز کې د لونا د خیاطۍ او لاسي صنایعو مرکز چلوي.
نوموړې خپل کاروبار له دوو کارکوونکو او په میاشت کې د شاوخوا ۱۰ زره افغانیو عاید څخه پیل کړی و. په ۲۰۲۴ کال کې یې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له لارې، چې د جاپان حکومت د اضافي بودجې (JSB) په چوکاټ کې برابر شوی و، ۹۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ مرسته ترلاسه کړه.
هغې له دغو پیسو څخه د ګنډلو ماشینونه او خام مواد واخیستل او خپل کاروبار یې پراخ کړ.
د معلوماتو له مخې، سوزها اوس په منظم ډول شپږ ښځې په کار ګوماري او د فرمایشونو د زیاتوالي پر مهال څلور یا پنځه نورې ښځې هم ورسره کار کوي.
د هغې میاشتنی عاید له ۱۰ زره څخه شاوخوا ۳۰ زره افغانیو ته لوړ شوی او کله ناکله ۴۰ زره افغانیو ته هم رسېږي.
سوزها د خپل کاروبار ترڅنګ د خیاطۍ او ګلدوزۍ د روزنې اته دورې هم ترسره کړې دي. اوس مهال له ایران څخه ۱۳ بېرته راستنې شوې ښځې د هغې په مرکز کې د شپږو میاشتو لپاره د ګلدوزۍ زدهکړې کوي.
خاطره؛ زدهکړې یې نیمګړې پاتې شوې، خو د مهارتونو زدهکړه یې پرېنښوده
د کندز ۲۰ کلنه خاطره د ډاکټر کېدو هیله لرله، خو د یوولسم ټولګي له بشپړولو وروسته یې ونه شوای کولای خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
درې میاشتې مخکې، هغې د تبسم په نوم د یوې ښځې د خیاطۍ په مرکز کې زدهکړې پیل کړې. د خاطرې خور هم په دغه مرکز کې د ښوونکې په توګه کار کوي.
خاطره وايي: «په کور کې ناست پاتې کېدل او د څلورو دېوالونو ترمنځ محدود اوسېدل ښه نه دي. غوره ده چې دلته راشم او یو څه زده کړم.»
تبسم د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د «ابادۍ» (ABADEI) پروګرام له لارې، چې د جاپان حکومت د اضافي بودجې په ملاتړ پلي کېږي، ۱۰۰ زره افغانۍ مرسته ترلاسه کړې وه. دغې مرستې هغې ته د وسایلو او خامو موادو د پېرلو او د کاروبار د پراختیا زمینه برابره کړه.
اوس په دغه مرکز کې ۲۰ ښځې او نجونې روزل کېږي، چې ۱۵ یې خیاطي او پنځه نورې ګلدوزي زده کوي.
تبسم ۵۰ نورې ښځې هم په کار بوختې کړې دي. دغه ښځې له خپلو کورونو څخه د سینګار ګلان او ګېډۍ جوړوي او د کار په بدل کې د عوایدو له ۶۰ سلنې څخه زیاته برخه د مزدورۍ په توګه ترلاسه کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دغه مرکز ته د بیټرۍ لرونکی د ۷.۵ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم هم ورکړی، څو د برېښنا لګښتونه راکم او د برېښنا د برابرولو ستونزې حل شي.
تبسم وايي: «اوس زه هم کولای شم د خپلې کورنۍ له مالي ملاتړ سره مرسته وکړم.»
له ایران څخه تر راستنېدو وروسته د لبنیاتو د کاروبار پراختیا
یوه بله ښځینه متشبثه، چې د جګړې له امله بېځایه شوې وه او څه موده یې په ایران کې تېره کړې وه، کندز ته تر راستنېدو وروسته د لبنیاتو د کاروبار د بیا رغولو هڅې پیل کړې.
د هغې د جاویدان د لبنیاتو د پروسس مرکز د مرستو له ترلاسه کولو مخکې هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ کیلوګرامه شیدې پروسس کولې، څلور کارکوونکي یې لرل او محصولات یې نږدې هټیو او سیمهییزو پېرودونکو ته رسول.
د جاپان حکومت په مالي ملاتړ د WE-ACT پروژې له لارې، چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یې د اغا خان بنسټ په همکارۍ پلي کوي، نوموړې د سوداګرۍ او بازارموندنې روزنه، مالي مرسته او تجهیزات ترلاسه کړل.
د دغو مرستو په پایله کې، د دغه مرکز د ورځني پلور ظرفیت له ۲۵۰ څخه ۵۰۰ کیلوګرامه ته لوړ شو، او د پروسس ظرفیت یې په ورځ کې تر ۸۰۰ کیلوګرامه شیدو پورې رسېدای شي.
دغه کاروبار ۱۲ نوي کارکوونکي هم ګومارلي، چې اووه یې بېرته راستنېدونکي دي.
اوس د جاویدان مرکز هره ورځ له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ کیلوګرامه مستې تولیدوي او شاوخوا ۵۰ هټیو او د کندز زندان ته لبنیات رسوي. د دغه مرکز محصولات د بدخشان بازارونو ته هم لېږدول کېږي.
سادیه؛ له لوړو زدهکړو وروسته د نورو ښځو د اقتصادي پیاوړتیا هڅې
سادیه په سعودي عربستان کې زېږېدلې او د اسلامي زدهکړو په برخه کې یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. له واده وروسته کندز ته راغله، خو هلته یې د ښځو لپاره د کار او کاروبار محدود فرصتونه ولیدل.
اوس نوموړې د کندز ښار د سسَد فامیل سیمې له ښځو سره مرسته کوي، څو کوچني پورونه ترلاسه کړي، خپلې سپماوې مدیریت کړي او د کاروبار لپاره خپلې نظریې عملي کړي.
سادیه د اسلامي زدهکړو په برخه کې له خپلې پوهې څخه په ګټې اخیستنې، د ښځو د حقونو او په ځانګړې توګه د کار کولو او عاید ترلاسه کولو د حق په اړه هم عامه پوهاوی زیاتوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د «ابادۍ ۱.۰» (ABADEI 1.0) پروګرام له لارې، دغه نوښت د ۱۰ زره امریکايي ډالرو مرسته ترلاسه کړې، څو د ښځو د سپما ۱۱ ډلې پیاوړې کړي. په دغو ډلو کې ټولې ۱۱۹ ښځې شاملې دي.
هره ډله یوه مشره، یوه مرستیاله او یوه خزانهداره لري، چې د ډلې د فعالیتونو او مالي چارو د مدیریت مسوولیت پر غاړه لري.
د دغو ډلو غړې کولای شي د خپلو کاروبارونو د پیل یا پراختیا لپاره کوچني پورونه ترلاسه کړي او د بېرته ورکړې له لارې نورو ښځو ته هم د پورونو د ترلاسه کولو فرصت برابر کړي.
سادیه ښځې هڅوي چې د خپلو حقونو په اړه ترلاسه شوې پوهه له خپلو مېړونو او کورنیو سره شریکه کړي. نوموړې چې پخوا یې د ځان لپاره د فرصتونو په موندلو کې له ستونزو سره مخ وه، اوس له نورو ښځو سره مرسته کوي چې خپلې سپماوې مدیریت کړي او خپل کاروبارونه جوړ کړي.
کوچنی ملاتړ، د اقتصادي فرصتونو د پراختیا زمینه
د کندز او بغلان د دغو ښځو کیسې ښيي چې د مالي مرستو، اړینو وسایلو او مسلکي روزنې ترلاسه کول کولای شي د کوچنیو کاروبارونو په پراختیا، د ښځو په کارموندنه او د کورنیو د عاید په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.
د دغو کاروبارونو له لارې یو شمېر ښځې نه یوازې د خپلو کورنیو په اقتصادي ملاتړ کې ونډه اخلي، بلکې نورو ښځو ته هم د کار، روزنې او عاید ترلاسه کولو زمینه برابروي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د «ابادۍ» پروګرام او د WE-ACT پروژې، چې د جاپان په ګډون د همکارانو په ملاتړ پلي کېږي، د همدې ډول فعالیتونو له لارې هڅه کوي چې ښځو ته د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا فرصتونه برابر کړي.
د دغو تجربو له مخې، د ښځو په کوچنیو کاروبارونو کې دوامداره پانګونه او ملاتړ کولای شي د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا، د کورنیو د عاید د زیاتوالي او د سیمهییزو ټولنو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
یادونه: دا فیچر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یوانډيپي ) د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی او د کابل ټریبیون له خوا د اصلي سرچینې په یادولو او لینک ورکولو سره خپرېدای شي.