Search

افغانستان نن له زیمبابوې سره لوبه کوي

News image
2 ساعته مخکې

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن (دوشنبه) د افغانستان، بنګله‌دېش او زیمبابوې ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې له زیمبابوې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت د مازدیګر په څلورو بجو د متحده عربي اماراتو په شیخ زاید کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

د دغې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې، چې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره شوه، د زیمبابوې لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې د ۹۹ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د نننۍ لوبې پایله به د لوبلړۍ په دوام کې د دواړو لوبډلو پر وضعیت اغېز ولري.