کابلټریبیون (کېټي)— اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له ۲.۲ میلیونو ډېرې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو محرومې دي.
اروپايي ټولنې د یونیسکو د اجرائیوي بورډ په ۲۲۵مه غونډه کې په یوه بیان کې د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه غندلي او د دغو تبعیضي سیاستونو د بېقیدوشرطه لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
په بیان کې راغلي چې د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو وضعیت نور هم خراب شوی او پر هغوی محدودیتونو د زدهکړو، کار، تګ راتګ ازادي او په ټولنیز او عامه ژوند کې ګډون اغېزمن کړی دی.
اروپايي ټولنې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له عامه زدهکړو منع دي.
دې ټولنې د افغان ښځو او نجونو لپاره د بدیلو زدهکړیزو لارو په برابرولو کې د یونیسکو هڅې ستایلې، خو ټینګار یې کړی چې دا پروګرامونه د رسمي، ټولشموله او باکیفیته زدهکړو ځای نه شي نیولی.
اروپايي ټولنې او یونیسکو په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ۴.۷ میلیونه یورو په ارزښت ګډ پروګرام پیل کړی و. د دغه پروګرام موخه د ټولنې پر بنسټ د مهارتونو پراختیا او د سواد زدهکړې له لارې د ښځو د اقتصادي وړتیاوو پیاوړتیا ده.
اروپايي ټولنې همداراز ویلي چې د افغانستان د خپلواکو رسنیو، مدني ټولنو او د بشري حقونو د مدافعانو ملاتړ ته به دوام ورکړي. د بیان له مخې، د دې ملاتړ په چوکاټ کې د رسنیو او معلوماتي سواد، د مستندو اثارو د ساتنې، د بیان ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب پروګرامونه شامل دي.
په بیان کې د افغانستان د کلتوري میراثونو پر وړاندې د ګواښونو، ناقانونه کېندنو او د کلتوري اثارو د غیرقانوني قاچاق په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده. اروپايي ټولنې په ځانګړې توګه د کلتوري برخې د ښځینه کارکوونکو د خوندیتوب او د هغوی د معیشت پر وړاندې ستونزو ته اشاره کړې ده.
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د یونیسکو فعالیتونه ستایلي او تر ۲۰۳۰ کال پورې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ستراتیژیک چوکاټ غځېدل مثبت بللي دي. دې ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د یونیسکو د فعالیتونو د دوام لپاره د ملګرو ملتونو رول او نړیوال مالي ملاتړ مهم دي.