Search

طالبانو او عزیزي ګروپ د جوزجان د ګازو او بغلان د ډبرو سکرو د کانونو تړونونه لاسلیک کړل

News image
13 لړم 1405 - 14:34 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د طالبانو حکومت او عزیزي ګروپ په جوزجان ولایت کې د جنګل کلان د طبیعي ګازو او په بغلان ولایت کې د ډبرو سکرو د کانونو د اکتشاف او استخراج تړونونه لاسلیک کړي دي. د دغو تړونونو له مخې، د جوزجان د ګازو پر پروژه ۲۷۵ میلیونه ډالره پانګونه کېږي، خو د بغلان د ډبرو سکرو د کان د قرارداد مالي ارزښت نه دی په ډاګه شوی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل، چې د جنګل کلان د طبیعي ګازو کان د امو دریا د نفتي او ګازي حوزې اړوند دی او څه باندې درې زره کیلومتره مربع مساحت لري.

د نوموړي په وینا، د دغه کان د اکتشاف او استخراج قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره شوی او د پانګونې ټولیز ارزښت یې ۲۷۵ میلیونه ډالره دی.

بدري زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت به له ۱۵ سلنه حق‌الامتیاز سربېره، د استخراج شویو ګازو ۷۵ سلنه ونډه ولري.

د طالبانو د کانونو وزیر وویل، قراردادي شرکت به د ګازو له اکتشاف او استخراج وروسته له همدې سرچینې څخه د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژه هم عملي کړي. د نوموړي په خبره، د دغې پروژې په ترڅ کې به شاوخوا دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې، د بغلان ولایت د ډبرو سکرو د کان د قرارداد مالي ارزښت په مراسمو کې نه دی اعلان شوی. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه کاني ساحه ۱۱۱ کیلومتره مربع مساحت لري او د ۳۰ کلونو لپاره عزیزي ګروپ ته په قرارداد ورکړل شوې ده.

طالب چارواکو له عزیزي ګروپ څخه غوښتي چې د کانونو د اکتشاف او استخراج په بهیر کې له عصري وسایلو او ټکنالوژۍ څخه کار واخلي، څو د کانونو ضایعات کم او چاپېریال ته د احتمالي زیانونو مخه ونیول شي.

د دغو تړونونو لاسلیک په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د افغانستان د طبیعي سرچینو د استخراج او اقتصادي پروژو لپاره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجلب کړي.