کابلټریبیون (کېټي) — د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي په کابل کې د افغان ـ امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له رئیس جیفري ګریکو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د یادې
لیدنې پر مهال هاشمي له امریکايي سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو
اقتصادي برخو، په ځانګړي ډول د زېربناوو جوړولو، د تېلو چاڼ، کانونو او سترو تولیدي
پروژو کې پانګونه وکړي.
هغه د پانګونې لپاره د فرصتونو پر پراختیا او د سوداګریزو اړیکو پر
پیاوړتیا ټینګار وکړ او له امریکايي پانګهوالو یې وغوښتل چې د افغانستان له
اقتصادي ظرفیتونو څخه ګټه واخلي.
په ورته وخت کې، د افغان ـ امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس جیفري
ګریکو د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ګریکو همداراز په سیمهییزو او نړیوالو اقتصادي غونډو کې د سوداګرو د
ګډون د پیاوړتیا غوښتنه وکړه، څو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د
فرصتونو د پېژندنې لپاره زمینه برابره شي.
د دې لیدنې موخه د افغانستان او امریکا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو
پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو معرفي کول او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د
همکاریو پراختیا بلل شوې ده.