کابلټریبیون (کېټي)— د نیمروز سیمهییز مسوولان وایي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان د نیمروز ولایت د ورېښمو بندر او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د میلک بندر ترمنځ د ټرانزیټي موټرو تګ راتګ په ۲۴ ساعته ډول پیل شوی دی.
په نیمروز کې د طالبانو د والي د دفتر رییس، سیفالله محمدي،
ویلي چې د دې ولایت د کمېسارۍ، ټرانسپورټ او ګمرک مسوولان چمتو دي چې د شپې او
ورځې په ټولو ساعتونو کې موټرچلوونکو او سوداګرو ته خدمات وړاندې کړي.
د نوموړي په وینا، تر دې مخکې هره ورځ د وارداتي او صادراتي توکو
لېږدوونکو شاوخوا ۴۰۰ موټرو له دې لارې تګ راتګ کاوه، خو د دې بندر د ۲۴ ساعته
فعالیت له پیل سره، دا شمېر په ورځ کې ۸۰۰ موټرو ته لوړ شوی دی.