Search

د امریکا بندیزونو د افغانستان او درېیو نورو هېوادونو له لارې د ایران پر سوداګرۍ هم اغېز کړی

News image
9 لړم 1405 - 08:45 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— اکسیوس خبري وېب‌پاڼې د امریکا د خزانې وزارت د یوه راپور په حواله لیکلي، د واشنګټن سمندري کلابندۍ او اقتصادي بندیزونو د ایران پر ځمکنۍ سوداګرۍ هم اغېز کړی او له افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او ترکیې سره یې د دغه هېواد سوداګریزې راکړې ورکړې له خنډونو سره مخ کړې دي.

د اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا حکومت د اقتصادي فشارونو د زیاتولو له لارې هڅه کوي چې د ایران چارواکي د خپلو غوښتنو منلو او خبرو اترو ته اړ کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د امریکا د بندیزونو او نورو اقتصادي فشارونو له امله د ایران د پیسو ارزښت په بې‌ساري ډول راټیټ شوی، انفلاسیون زیات شوی او د دغه هېواد سوداګري له پراخو ستونزو سره مخ شوې ده.

د امریکا د خزانې وزارت په راپور کې دغه راز د ایران د سوداګریزو لارو د محدودېدو یادونه شوې او ویل شوي چې د ځمکنۍ سوداګرۍ پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه د ایران اقتصادي وضعیت نور هم خرابوي.

دا فشارونه په داسې حال کې زیات شوي چې واشنګټن غواړي د اقتصادي فشارونو له لارې پر تهران د خپلو غوښتنو د منلو لپاره فشار راوړي.