Search

د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې ښځې د ناروغیو له لوړې کچې سره مخامخ دي

News image
noDate کابل ټربیون

کابل تربیون - د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان روغتیايي سیسټم د نه لېږدونکو ناروغیو او د درملنې نه شتون له کبله د فشار لاندې دی، چې ښځې په‌کې تر ټولو زیاتې دغه ناروغۍ زغمي.

 روغتیا نړۍوال سازمان راپور له مخې، اوس‌مهال په هېواد کې ۴۳ سلنه مړینې د زړه ناروغۍ، شکر، سرطان او د سږيو مزمنو ناروغیو له امله دي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۳۰ کاله به دغه کچه ۶۰ سلنې ته لوړه شي.

هر کال یوازې د زړه ناروغۍ د ۴۰ زره افغانانو ژوند اخلي، او افغانستان یې د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل کړی چې د عمر پر بنسټ تنظیم شوې مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

سرطان هم یوه جدي اندېښنه ده، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره. په افغانستان کې د سینې او رحم سرطانونه له درېیو عامو سرطانونو څخه ګڼل کېږي؛ خو ډېری ناروغان یوازې د ناروغۍ په پرمختللي مرحله کې، درملنې ته مراجعه کوي چې په دې وخت کې د درملنې اغېز ډېر کم دی.

دغه راپور همدارنګه د رواني سلامتۍ ناورین ته هم نغوته کوي چې په وروستیو کلونو کې یې زیاتوالی موندلی دی. د جګړو، طبیعي افتونو او بې ځایه کېدو له کبله یوه له هرو پنځو افغانانو له رواني ستونزو کړېږي. 

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې له ایران او پاکستانه تر راستنېدو وروسته د کورنیو نیمایي برخه د اضطراب، خپګان یا له پېښې وروسته له استرس او رواني فشار څخه کړېږي. ورته مهال، ولایتي روغتونونه او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو مرکزونه له رواني خدمتونو بې برخې دي.

د رحیمي د کورنۍ په څېر، چې د افغانستان په ختیځ کې ژوند کوي، دا کړکېچ شخصي اړخ لري. زلزلې د هغوی کور ویجاړ کړ، د هغه د مېرمنې شکر درملنه یې وځنډوله او د هغه پېغلې لوڼو یې له وېرې او اضطراب سره مخ کړې. 

رحیمي وویل: «موږ له طبیعي بلاو څخه وژغورل شوو؛ خو ناروغۍ او اندېښنې هېڅکله له منځه نه ځي.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مارچ کې یو نوی ملي روغتیايي سیاست تصویب کړ چې د دې سیاست لومړیتوب د نه‌لېږدېدونکو ناروغۍ، سرطاني خدمتونه او رواني روغتیا ده. 

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې دوی له افغان چارواکو سره په ګډه کار کوي ترڅو روغتیا خدمتونو ته لاسرسی پراخ کړي، رسنیزې خبرتیاوې خپرې کړي او له زیانمنو په ځانګړې توګه له ښځو او ماشومانو ملاتړ وکړي.

افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی ډاکټر اډوین سینیزا سالوادور وايي: «په ټول افغانستان کې مېلیونونه خلک د ورځنيو مزمنو ناروغیو او رواني سلامتۍ له ننګونو سره مخ دي چې پر یوه ماتېدونکي روغتیايي سیسټم فشار زیاتوي. دا مسئله د روغتیا نړۍوال سازمان، افغان چارواکو او مرستندویه سازمانونو د ګډ مسوولیت څرګندونه کوي ترڅو د هغو کسانو لپاره چې تر ټولو زیاتې اړتیاوې لري، له ښه کیفیت سره لاسرسی پراخه کړي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې د زلزلو او نه لېږدېدونکو ناروغیو پر خلاف، مزمنې ناروغۍ او رواني ستونزې د رسنیو سرټکي نه‌ګرځي؛ خو دا د افغانستان ټول ولایتونه اغېزمنوي.