Search

د ملګرو ملتونو راپور: په افغانستان کې ښځې او نجونې له مخ پر زیاتېدونکي بشري ناورین سره مخ دي

News image
17 غویی 1405 - 10:34

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې UN Women  نوي راپور خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له مخ پر خرابېدونکي بشري وضعیت سره مخ دي؛ ځکه د طالبانو محدودیتونه، اقتصادي ستونزې، اقلیمي ناورینونه او د مرستو د بودجې کمښت د خلکو ناورین لا ژور کړی دی.

دغه راپور چې «په افغانستان کې د بشري سکتورونو د جنسیتي وضعیت د ۲۰۲۵ کال ارزونه» نومېږي، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د افغانستان څانګې او د افغانستان د جنسیتي همغږۍ ډلې له‌خوا خپور شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۱ اعشاریه ۹ میلیونه کسان، چې د هېواد شاوخوا ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. د دغو کسانو له ډلې څه باندې ۱۰ اعشاریه ۷ میلیونه ښځې او نجونې دي.

د راپور له مخې، د ښځو پر تګ راتګ، زده کړو او کار د طالبانو محدودیتونو د ښځو لاسرسی بشري مرستو، روغتیايي خدمتونو، د کار او عاید سرچینو او ټولنیز ژوند ته سخت محدود کړی دی.

راپور زیاتوي چې د ښځو تر مشرۍ لاندې کورنۍ تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. د دغو کورنیو ډېری مشري کونډې ښځې کوي او د نارینه‌وو تر مشرۍ لاندې کورنیو په پرتله له لوړې بې‌وزلۍ، لوږې، بې‌ځایه کېدو او امنیتي خطرونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې پرله‌پسې اقلیمي ناورینونو، لکه وچکالۍ، سېلابونو او زلزلو، او همداراز له ایران او پاکستانه د نږدې ۲ اعشاریه ۸ میلیونه افغانانو ستنېدو، پر زیان‌منو کورنیو فشارونه زیات کړي دي.

په راپور کې راغلي چې خراب اقتصادي وضعیت او د خوړو ناامنۍ ښځې او نجونې دې ته اړې کړې چې له زیان‌اړوونکو لارو چارو کار واخلي؛ لکه د ماشومانو کار، له ښوونځیو د ماشومانو ایستل، سوال کول او په کم عمر کې ودونه.

راپور موندلې چې د ښځو تر مشرۍ لاندې څلور سلنه کورنیو د مالي فشارونو له امله خپلې لوڼې تر ټاکلي وخته مخکې واده کړې دي، په داسې حال کې چې دا کچه د نارینه‌وو تر مشرۍ لاندې کورنیو کې یو سلنه ښودل شوې ده.

د خوړو ناامني لا هم پراخه ده او د ښځو تر مشرۍ لاندې کورنیو د نارینه‌وو تر مشرۍ لاندې کورنیو په پرتله د لوږې لوړې کچې ثبت کړې دي.

د راپور له مخې، ۴۱ سلنه ښځو تر مشرۍ لاندې کورنیو ویلي چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال د سرچینو د نشتوالي له امله ځینې وختونه په کور کې خواړه نه لرل، او ۴۲ سلنه ویلي چې وږي ویده شوي دي.

راپور د نجونو پر زده کړو هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا مهال په افغانستان کې له نیمایي ډېرې د ښوونځي عمر نجونې له زده کړو بې‌برخې دي، چې اصلي لامل یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز دی.

د څېړنې له مخې، د ښوونځي عمر ۵۸ سلنه نجونې ښوونځي ته نه ځي، په داسې حال کې چې دا کچه د هلکانو ترمنځ ۲۷ سلنه ده.

د راپور له مخې، ښځو ته د روغتیايي خدمتونو لاسرسی هم په شدیده توګه خراب شوی دی. راپور وايي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې محدودیتونو، د ښځو د طبي زده کړو د مرکزونو تړل کېدو او د بودجې کمښت د افغانستان روغتیايي نظام کمزوری کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د راپورونو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

راپور خبرداری ورکوي چې ښځې له زیاتېدونکو امنیتي خطرونو سره مخ دي، چې پکې ټولنیز تاوتریخوالی، ناامنه استوګنځایونه او پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ښځو تر مشرۍ لاندې کورنۍ د کورونو د ایستلو ګواښ، ګڼې ګوڼې او ناامنه ژوندانه ته ډېرې زیان‌منې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې همداراز په افغانستان کې د ښځینه بشري مرستندویانو لپاره د فعالیت د محدودېدونکي چاپېریال په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د راپور له مخې، پر ښځینه بشري کارکوونکو د طالبانو محدودیتونه د ښځو لاسرسی حیاتي خدمتونو ته کموي او د ښځو او نجونو لپاره د حساب‌ورکونې بهیرونه کمزوري کوي.

دغه سازمان د جنسیت پر بنسټ د بشري مرستو د پیاوړتیا، د ښځو تر مشرۍ لاندې کورنیو د ملاتړ زیاتولو او افغان ښځو او نجونو ته روغتیايي خدمتونو، زده کړو، د کار زمینو او بشري مرستو ته د خوندي لاسرسي د برابرولو غوښتنه کړې ده.