Search

ملګري ملتونه: د نجونو پر منځنۍ زده‌کړه بندیز لا هم په افغانستان کې لوی خنډ دی

News image
30 وری 1405 - 14:55

ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نجونو پر منځنۍ زده‌کړه دوامداره بندیز لا هم د هېواد د بشري پانګې د عادلانه ودې تر ټولو لوی جوړښتي خنډ پاتې شوی دی.

د ملګرو ملتونو د افغانستان د پایلو راپور له مخې، دغه سازمان د نړیوالو مرستو د کمېدو سره سره، د مرستندویانو او شریکانو په ملاتړ د هېواد په کچه بنسټیز خدمات وړاندې کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ستراتېژیک چوکاټ (۲۰۲۳–۲۰۲۷) له مخې د لومړنیو بشري اړتیاوو لپاره تمویل د درېیم پرله‌پسې کال لپاره زیات شوی او په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

اندریکا راتواته ویلي چې د ملګرو ملتونو له پروګرامونو څخه میلیونونه افغانان ګټه‌من شوي، چې په کې روغتیا، زده‌کړه او د معیشت ملاتړ شامل دي.

راپور زیاتوي چې له ۳۴ میلیونو څخه زیات خلک له بنسټیزو خدماتو، په ځانګړي ډول روغتیايي مرستو، برخمن شوي دي. همدارنګه له ۴.۶ میلیونو څخه زیات ماشومان د ملګرو ملتونو په ملاتړ په عامه زده‌کړه کې شامل شوي، او شاوخوا ۴۵ زره اوږدمهاله دندې رامنځته شوې دي، چې ۵۵ سلنه ګټه‌اخېستونکي یې ښځې دي.

سره له دې هڅو، ملګرو ملتونو ویلي چې د بشري مرستو کمښت، د خلکو پراخې کډوالۍ، اقلیمي فشارونه او روان عملیاتي محدودیتونه لا هم پر کورنیو، بازارونو او بنسټیزو خدماتو فشار زیاتوي.

دغه سازمان ویلي چې افغان ټولنو د ملي او نړیوالو شریکانو سره په همکارۍ د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د اوږدمهاله بیا رغونې لپاره هم هڅې کړې دي.

ملګرو ملتونو همدارنګه د همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د همغږۍ میکانېزمونه د نړیوالو لورو او د طالبانو د چارواکو ترمنځ د مرستو د رسولو لپاره د خبرو اترو زمینه برابروي.

دې سازمان زیاته کړې چې د افغانانو اړتیاوې لا هم لومړیتوب لري او د یوه ټول‌ګډونه او پیاوړي راتلونکي لپاره د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو ترمنځ د همکارۍ دوام ته اړتیا ده.