کابلټریبیون (کېټي)— د امریکا یوې فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت هغه پلان په لنډمهالي ډول ځنډولی چې له مخې یې ټاکل شوې وه یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د نیویارک فډرالي محکمې قاضي والري کاپروني د نومبر پر درېیمه د دغه پلان د ځنډولو
حکم صادر کړی چې د روانې شنبې ورځې پورې به نافذ وي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د کانګرېس ۶۶ غړو خبرداری ورکړی چې
افغانستان ته د دغو افغان کډوالو بېرته ستنول ښايي هغوی د ځورونې، شکنجې او ان د
مرګ له جدي ګواښونو سره مخ کړي.
په همدې حال کې، د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغانایواک» هم
اعلان کړی چې د افغانانو د لېږدولو پلان شوې الوتنه د پراخو فشارونو په پایله کې
ځنډول شوې ده.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د الوتنې ځنډېدل د دې معنا نه لري چې د
افغان کډوالو د ایستلو موضوع په بشپړ ډول حل شوې ده؛ ځکه د یادو افغانانو د توقیف
وضعیت لا هم پر خپل ځای دی او د هغوی د ایستلو پلان په رسمي ډول نه دی لغوه شوی.
د افغانایواک او «هیومن رایټس فرسټ» سازمانونو د معلوماتو له مخې، له
۸۰ څخه ډېرو توقیف شویو افغانانو د احتمالي ایستلو او بېرته لېږلو په اړه له دغو
سازمانونو سره اړیکې نیولې دي.
د بشري حقونو د فعالانو او د افغان کډوالو د ملاتړ سازمانونو اندېښنه
دا ده چې افغانستان ته د دغو کډوالو بېرته ستنول ښايي د هغوی ژوند او خوندیتوب له
جدي خطر سره مخ کړي.
د یادونې وړ ده چې د محکمې اوسنی حکم لنډمهالی دی او د افغان کډوالو د
برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.