د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد وایي، چې د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د خپلو «ناکامیو» پړه اچول د هيڅ ستونزې حل نه ده.
نوموړي په خپل اکسپاڼه لیکلي، چې په پاکستان کي سیاسي، امنیتي،
ټولنیز او اقتصادي مشکلات د اندیښني وړدي چي په ټوله سیمه منفي اثرات لري.
هغه زیاته کړې: «د پاکستاني چارواکو له خوا بې ځای تورونه لګول، د
مذاکراتو بهیرونه سبوتاژ کول او د حل پرځای د لوړ رتبه چارواکو ټول تمرکز په
پروپاګند کول ناکام سیاست دی. پاکستان باید په کور دننه د خپلو مشکلاتو د حل لپاره
رغنده ګامونه واخلي، د خپلو سیاسیونو او ولسونو مشورو او حقونو ته درناوی وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو
چارو وزیر اسحاق دار د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې له طالبانو وغوښتل چې
د پاکستان پر ضد د ترهګرو لخوا د افغانستان خاورې کارولو مخه ونیسي.