Search

پاکستان له طالبانو غوښتي چې د وسله‌والو ډلو پر ضد عملي اقدامات وکړي

News image
20 تله 1405 - 14:26

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له افغان طالبانو غوښتي چې اجازه ورنه کړي څو وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان او نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي.

ډار دا څرګندونې په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهالوکړي او ویلي یې دي چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه‌ییز ثبات لپاره هڅې کړې دي، خو د وسله‌والو ډلو ګواښونه لا هم د دغه هېواد لپاره جدي امنیتي اندېښنه ده.

نوموړي ویلي، تېر کال یې افغانستان ته درې سفرونه کړي او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو، د حکومت له رئیس ملا محمد حسن اخوند، د ریاست‌الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې لیدلي دي.

د ډار په وینا، په دغو لیدنو کې یې د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو، کډوالو او سیاسي مسایلو په اړه د افغان لوري غوښتنې منلې وې، خو ټینګار یې کړی و چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد، په ځانګړي ډول د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

هغه د طالبانو له حکومت سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د سفیرانو تر کچې لوړول او د ترانس‌افغان رېل‌پټلۍ پروژې د امکان‌سنجونې پر سر هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا د هڅو بېلګې بللې دي.

ډار ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې تر ۹۰ زرو ډېر کسان له لاسه ورکړي او د پام وړ اقتصادي زیانونه یې ګاللي دي. نوموړي له طالب مشرانو غوښتي چې د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد باوري اقدامات وکړي چې پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.

پاکستان: د سولې غوښتنه باید د کمزورۍ نښه ونه ګڼل شي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ هم غونډې ته په وینا کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره سوله‌ییز ګډ ژوند غواړي، خو د سولې لپاره د اسلام‌اباد هڅې باید د کمزورۍ په معنا ونه ګڼل شي.

تارړ د ترهګرۍ له امله د پاکستان اقتصادي زیانونه تر ۱۰۰ میلیارد ډالرو ډېر بللي؛ دا شمېره د ډار له خوا د یادو شویو نږدې ۵۰ میلیارد ډالرو زیانونو څخه لوړه ده.

هغه د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه د نړیوال امنیت لپاره مهمه بللې او د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب په برخه کې یې د اسلام‌اباد وروستیو هڅو ته هم اشاره کړې ده.

د تارړ په وینا، د پاکستان جغرافیایي موقعیت او له افغانستان سره ګډه پوله د سیمه‌ییز ثبات اهمیت زیاتوي. نوموړي ویلي، یو سوله‌ییز او باثباته افغانستان کولای شي له منځنۍ اسیا سره سوداګري پراخه کړي، بهرنۍ پانګونه راجلب کړي او سیمه‌ییزې اړیکې پیاوړې کړي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې له څلورو میلیونو څخه د ډېرو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی دی.

د تحریک طالبان پاکستان په اړه د اسلام‌اباد ادعاوې

تارړ ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړي په افغانستان کې حضور لري او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره فعالیت کوي.

هغه د ملګرو ملتونو او خپلواکو ارزونو په حواله ویلي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو شمېر له شپږ زرو ډېر اټکل شوی او د ټولو وسله‌والو شمېر تر ۲۰ زرو اوړي.

د تارړ په وینا، دغه ډله په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې د جلب‌وجذب، روزنې او د بریدونو د پلانولو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د څار ډلې یوه راپور ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په هغه کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله‌والو د کورنیو د نږدې دوو زرو غړو لېږد له سرحدي سیمو څخه د افغانستان دننه نورو ځایونو ته ثبت شوی دی.

پاکستان په وار وار د طالبانو له حکومت غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد باوري او دوامدار اقدامات وکړي چې د اسلام‌اباد په وینا، د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

خو د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه د پاکستان تورونه رد کړي دي.

د افغان ښځو پر حقونو د محدودیتونو په اړه نیوکه

تارړ د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه هم غندلي، په ځانګړي ډول د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه او د ښځو د کار پر فرصتونو محدودیتونه.

هغه ویلي، دغه محدودیتونه د ښځو اساسي حقونه او په اقتصادي فعالیتونو کې د هغوی ونډه زیانمنوي.

د پاکستان چارواکي وايي، د وسله‌والو ډلو پر ضد د اغېزمنو اقداماتو او د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا د امنیتي ستونزو د کمولو لپاره اړین دي، خو د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.