کابلټریبیون (کېټي)— د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې چارو مرستیالې سرمنشي روزماري اې ډیکارلو ویلي چې کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې یې د طالبانو له ویاند ذبیحالله مجاهد سره د دوحې پروسې او افغانو ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کړې دي.
آغلې ډیکارلو پر اکسپاڼه لیکلي چې په دغه لیدنه کې یې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو، اقلیمي بدلون او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې کړې دي.
ډیکارلو پر اېکس ټولنیزې شبکې ویلي، چې په کندهار کې یې د طالبانو له ویاند ذبیحالله مجاهد سره لیدلي او د دوحې پروسې، اقتصادي او ټولنیزو فشارونو، اقلیمي بدلون او د افغانانو د بېرته ستنېدو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
هغې ویلي، په دې لیدنه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، له اغېزمنو ټولنو سره د بدیلو معیشتي لارو د برابرولو او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه هم بحث شوی دی.
ډیکارلو تر دې وړاندې په کابل کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي وه. د هغې په وینا، په دې لیدنه کې د دوحې پروسې او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې شوې دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکې په داسې مهال له طالب چارواکو سره لیدنې کوي، چې دغه سازمان له طالبانو سره د افغانستان د سیاسي، بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خپلو دیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي.
ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي. په دغو محدودیتونو کې د نجونو د منځنیو زدهکړو او د ښځو د لوړو زدهکړو مخنیوی، او همدارنګه د ښځو پر کار او په عامه ژوند کې د هغوی پر ګډون محدودیتونه شامل دي.
د ډیکارلو د لیدنو یوه بله مهمه موضوع له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو او مهاجرینو بېرته ستنېدل، د افغانستان اقتصادي فشارونه، بشري اړتیاوې او د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې ننګونې هم وې.