کابلټریبیون (کېټي)— د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له طالبانو غوښتي چې په عمل کې وښيي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او بلوڅو وسلهوالو پر وړاندې یې اقدامات کړي دي.
ډار د جمعې په ورځ په اسلاماباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان لپاره د ملي امنیت ساتنه لومړیتوب لري او طالبان باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي لارو د تړل کېدو په اړه وویل چې اسلاماباد پوهېږي د پولې بندښت د افغانستان پر کرنیزو محصولاتو اغېز کوي، خو د پاکستان امنیت د معاملې وړ نه دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، اسلاماباد د افغانستان خلکو ته د خیر هیله لري، خو له طالبانو غواړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې د فعالیتونو مخه ونیسي.
طالبانو تر اوسه د ډار د تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو طالبانو تر دې وړاندې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مرکزونو په اړه د اسلاماباد ادعاوې رد کړې او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دغه هېواد داخلي مسئله بللې ده.