کابلټریبیون (کېټي)— ناروې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق ته ۲.۶ میلیونه ډالر مرسته کړې ده، چې موخه یې له افغان ټولنو سره د مرستو پیاوړتیا ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناروې نوې مرسته به په افغانستان کې د ګډو لومړیتوبونو پر بنسټ د ملګرو ملتونو د ادارو د ګډو هڅو ملاتړ وکړي.
دغه صندوق د ناروې د مرستې په مننې کې ویلي: «ستاسې دوامداره باور ګډو هڅو ته پیاوړتیا ورکوي او د ملګرو ملتونو ادارو ته زمینه برابروي چې د ګډو لومړیتوبونو پر بنسټ خپل تخصصونه سره یوځای کړي او د افغان ټولنو لپاره لا ډېر خدمات وړاندې کړي.»
د صندوق په وینا، دغه مرسته شاوخوا ۲۵ میلیونه ناروېژي کرونې کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی وجهي صندوق د دې لپاره جوړ شوی چې په افغانستان کې د بشري او پراختیايي اړتیاوو په اړه د ملګرو ملتونو غبرګون همغږی او تمویل کړي.