Search

پېښور کې د ښوونځي د چت نړېدو له امله ۲۱ کسان مړه شوي

News image
1 ساعته مخکې

کابل ټریبیون (کې‌ټي) — د خیبرپښتونخوا د پېښور ښار په افریدي اباد سیمه کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت نړېدو له امله د ۲۰ زده‌کوونکو او یوې ښځینه ښوونکې په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، پېښه د پنجشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې زده‌کوونکي په ټولګي کې وو.

د پېښور د لېډي ریډینګ روغتون ویاند محمد عاصم د ۲۱ کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې په روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

عاصم تر دې مخکې ویلي وو چې په پېښه کې ۱۷ زده‌کوونکي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. د هغه په وینا، د وژل شویو ماشومانو عمرونه ۱۳ کاله یا تر دې کم وو.

د پېښور د مرستیال کمېشنر دفتر ویلي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې عملیات پیل شوي وو او ژغورونکي د نړېدلې ودانۍ د خځلو په لرې کولو او د تر خاورو لاندې د ماشومانو په راایستلو بوخت وو.

د ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې ویاند بلال احمد فیضي هم ویلي وو چې د ژغورنې ډلې شاوخوا ۲۰ کسان، د زده‌کوونکو او ښوونکو په ګډون، روغتونونو ته لېږدولي دي. هغه د لېډي ریډینګ روغتون په حواله ویلي وو چې په لومړنیو معلوماتو کې د څلورو کسانو مړینه تایید شوې وه.

په پاکستان کې د ودانیو او چتونو د نړېدو پېښې تکرارېږي. د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه د خوندیتوب د معیارونو نه مراعتول او د ټیټ کیفیت ساختماني توکو کارول یادېږي.

د ډان د راپورونو له مخې، د روان کال په جون میاشت کې د لاهور ښار په کاهنه سیمه کې د یوه خصوصي ښوونیز مرکز د چت نړېدو له امله ۱۴ ماشومان وژل شوي وو. تر دې پېښې دوه میاشتې کم وخت مخکې د ډېره غازي خان په یوه خصوصي ښوونځي کې د ټولګي د چت د نړېدو له امله څلور ماشومان مړه او ۲۰ نور کسان ټپیان شوي وو.

همدارنګه، د جولای په میاشت کې د عمرکوټ ښار ته نږدې د یوه دولتي لومړني ښوونځي د دېوال د یوې برخې د نړېدو له امله درې نجونې وژل شوې وې. په همدې میاشت کې د لاهور په باغبانپورې سیمه کې د یوه تر جوړېدو لاندې خصوصي ښوونځي د چت د نړېدو له امله یو ماشوم مړ او لږ تر لږه پنځه نور کسان ټپیان شوي وو.

د ډان د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د کورونو او تر جوړېدو لاندې ودانیو د چتونو د نړېدو له امله هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده. په دغو پېښو کې د پنجاب په پاکپتن، لاله موسا او لاهور، او د اسلام‌اباد په شهزاد ټاون کې پېښې شاملې دي.