کابل ټریبیون (کېټي) — د سریلانکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ارون هېماچندرا ویلي، د سعودي عربستان سترې محکمې هغه سریلانکايي کډوال کارکوونکي ته د اعدام سزا لغوه کړې چې په فېسبوک کې د یوې تبصرې له امله پرې د اسلام او د اسلام د پیغمبر د سپکاوي تور لګېدلی و.
د ۲۷ کلن انوجن سیواراسا د اعدام سزا په سپټمبر میاشت کې وروسته له
هغه صادره شوې وه چې د سعودي عربستان یوې استیناف محکمې نوموړی د اسلام او د هغه د
پیغمبر د سپکاوي په تور مجرم پېژندلی و.
دې قضیې په سریلانکا کې پراخ غبرګونونه پارولي وو او د هغه د بښنې
لپاره یې ډیپلوماټیکې هڅې چټکې کړې وې.
هېماچندرا د چهارشنبې په ورځ په فېسبوک کې په یوه خپاره کړي پوسټ کې
ویلي چې د سعودي عربستان سترې محکمې د سیواراسا د اعدام سزا لغوه کړې ده. نوموړي د
دواړو هېوادونو له چارواکو او حقوقي ډلو څخه د هڅو له امله مننه کړې ده.
د جون میاشتې په وروستیو کې د یوه ځوان مسلمان سړي هغه ویډیو په
ټولنیزو رسنیو کې پراخه خپره شوه چې د هندوانو له زیارت کوونکو وروسته یې یو سپی
په لغته وهه. دې ویډیو په انلاین فضا کې مذهبي بحثونه او ناندرۍ راوپارولې.
د دغو بحثونو په ترڅ کې یوه کارن د هندوانو د یوه خدای په اړه
سپکوونکې څرګندونې وکړې. سیواراسا په ځواب کې په تامیل ژبه داسې تبصره وکړه چې د
اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته پکې سپکاوی شوی و.
که څه هم سیواراسا خپله تبصره ژر ړنګه کړه او د بښنې ویډیو یې هم خپره
کړه، خو د تبصرې یو سکرینشاټ یې د کار ورکوونکي او سعودي چارواکو ته ورسېد. له دې
وروسته نوموړی د جولای په میاشت کې ونیول شو.
لا څرګنده نه ده چې ایا د هغه پر وړاندې به نورې قضايي چارې روانې وي،
او که په توقیف کې پاتې کېږي، نو څومره موده به هلته ساتل کېږي. د الاحساء جزايي
محکمې نوموړي ته په لومړي سر کې د پنځو کلونو بند سزا او د درېیو میلیونو سعودي
ریالو جریمه هم ټاکلې وه، چې شاوخوا ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو سره برابره ده.
د سریلانکا د پارلمان غړي فایزر مصطفی، چې د سیواراسا د قضیې په تړاو
له سعودي عربستان سره په حقوقي خبرو اترو کې ښکېل دی، بيبيسي سنهالي ته تایید
کړې چې سعودي عربستان د اعدام سزا لغوه کړې ده. هغه زیاته کړې چې د سترې محکمې
وروستۍ پرېکړه تر ارزونې لاندې لري.
د سیواراسا کورنۍ تر دې وړاندې ویلي وو چې د سپټمبر له ۲۸مې راهیسې یې
له هغه سره مستقیم تماس نه دی نیولی.
نړیوالو د بشري حقونو سازمانونو هم له سعودي عربستان غوښتي وو چې د
هغه ژوند وژغوري.
د بشري حقونو د څار سازمان د سعودي عربستان څېړونکې، جوي شي، د سېشنبې
په ورځ ویلي وو: «سعودي چارواکي باید د هغو ناوړه قوانینو کارول پای ته ورسوي چې د
څرګندونو اړوند جرمونو لپاره پرې سختې سزاګانې ورکول کېږي، په ځانګړي ډول د هغو
کډوالو کارګرانو پر وړاندې چې له وړاندې په زیانمن حالت کې دي او د خوندیتوب
محدود امکانات لري.»