Search

کابل-کندهار پر لویه لار ټرافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي

News image
1 ساعته مخکې

کابل ټریبیون (کې‌ټي) — د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي بس او باروړونکي موټر د ټکر له امله پنځه کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د کندهار د ټرافیکو پولیسو د ټرافیکي پېښو د رسېدنې مسوول محمد طاهر ویلي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې د کابل–کندهار پر لویه لار، د اعظم‌قلعه په سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، پېښه د ۸۰۵ ډوله مسافر وړونکي بس او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.