کابلټریبیون (کېټي)— د جاپان په کوربتوب د اسیایي لوبو په لړ کې د افغانستان د ابدالیانو او هند ترمنځ د کرکټ لوبه د باران له امله لغوه شوه.
د لوبې د لغوه کېدو له امله دواړو لوبډلو ته مساوي امتیازونه ورکړل شول.
په دې پایلې سره د افغان ابدالیانو لوبډلې د روانو اسیایي لوبو په سیالیو کې خپل سفر پای ته ورساوه.
د لوبې د ترسره کېدو لپاره د لوبغالي د ښه کېدو په موخه هڅې وشوې، خو د باران له دوام وروسته د سیالۍ ترسره کول ممکن نه شول.