Search

ایران یو افغان وګړی په زاهدان کې اعدام کړ

News image
HANGAW
24 وږی 1405 - 17:16

کابل تریبون (کی‌ټي) — د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» راپور ورکړی چې د د یوه ۲۵ کلن افغان وګړي خلیل افغان د اعدام حکم د ایران په زاهدان مرکزي زندان کې عملي شوی دی.

د هه‌نګاو په وینا، د خلیل افغان د اعدام حکم د یکشنبې په سهار، د وږي۲۲ مه عملي شوی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، خلیل افغان په یوه ګډه قضیه کې له اصغر پیش‌آهنګ، چې ۳۴ کلن بلوچ وګړی و، د «مخدره موادو» اړوندو تورونو له امله محاکمه او په اعدام محکوم شوی و. د اصغر پیش‌آهنګ د اعدام خبر هم هه‌نګاو مخکې خپور کړی و.

د باخبره سرچینو په وینا، خلیل افغان په ۱۴۰۱ کال کې له خپل هم‌دوسیه کس سره یوځای د کنارک ولسوالۍ کې نیول شوی او لومړی د چابهار زندان ته انتقال شوی و. نوموړی وروسته د اعدام د حکم د عملي کېدو لپاره د زاهدان مرکزي زندان ته لېږدول شوی و.

هه‌نګاو ویلي چې تر دې دمه په ایران کې رسمي رسنیو او د قضايي ادارو اړوندو بنسټونو د خلیل افغان د اعدام خبر نه دی اعلان کړی.

د دغه راپور معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.