کابلټربیون (کېټي)-- په بامیان ولایت کې د لس ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان د غره ختلو ملي لوبډلې ته ۳۰ ورزشکاران غوره شوي دي.
د دغو سیالیو لپاره د هېواد له نهو ولایتونو څخه ۹۰ ورزشکارانو ګډون
کړی و، چې له ډلې یې ۳۰ تنه د افغانستان د غره ختلو ملي لوبډلې ته غوره شوي دي.
د سیالیو ترڅنګ، د غره ختلو په برخه کې یو روزنیز کمپ هم جوړ شوی و.
په دغه کمپ کې درېیو ایراني روزونکو افغان ورزشکارانو ته عملي روزنه ورکړې ده.
د روزنیز کمپ په پای کې ۳۱ کسانو ته د غره ختلو د عملي روزنې او
درېیمې درجې روزنې د روزونکي سندونه ورکړل شوي دي.
دغه سیالۍ او روزنیز کمپ د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش
عمومي ریاست او د غره ختلو فدراسیون په همکارۍ جوړ شوي وو.