د روسیې د لومړي وزیر مرستیال مارات خوسنولین ویلي، مسکو باید د هند سمندر ته د اورګاډي پټلۍ د جوړولو امکان وڅېړي، څو د باسفوروس او هرمز تنګي له احتمالي خطرونو سره تړلي ترانسپورتي ګواښونه راکم کړي.
خوسنولین له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د هند سمندر ته د اورګاډي د پټلۍ د غځولو موضوع باید وڅېړل شي. د هغه په وینا، د باسفوروس او هرمز تنګي اړوند خطرونه ښايي د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان له لارې بدیلو ترانسپورتي مسیرونو ته اړتیا رامنځته کړي.
هغه ویلي، هند ته د لاسرسي هر ډول مسیر د منلو وړ دی او مسکو کولای شي هر هغه لاره په پام کې ونیسي چې هند ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
خوسنولین د روسیې د ساختماني صنعت د تمویل اړتیاوو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه صنعت اوس مهال اوږدمهاله تمویل ته اړتیا لري او هر کال د شاوخوا ۱ ټریلیون روبلو، چې نږدې ۱۲.۵ میلیارد ډالرو سره برابرېږي، د اضافي ساختماني فعالیتونو د ترسره کولو ظرفیت لري.
نوموړي ویلي، که دغه تمویل د راتلونکو پنځو کلونو لپاره برابر شي، د ساختماني صنعت ظرفیت به نور هم لوړ او د لا ډېرو پروژو د پلي کولو زمینه به برابره شي.
د خوسنولین څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د هرمز تنګي له لارې سمندري لېږد رالېږد له ګډوډیو سره مخ شوی دی.
د تاس د راپور له مخې، امریکا او اسرائیلو د ۲۰۲۶ کال د کب پر ۹مه پر ایران بریدونه پیل کړل او د تهران په ګډون د دغه هېواد ګڼ لوی ښارونه هم په بریدونو کې په نښه شول.
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک وروسته د اسرائیلو او په بحرین، اردن، عراق، قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې د امریکايي پوځي تاسیساتو پر ضد د پراخو غچ اخیستونکو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو انرژۍ لېږدوونکو مسیرونو څخه دی. د تاس د معلوماتو له مخې، د نړۍ د تېلو شاوخوا ۲۵ سلنه سوداګري او د مایع طبیعي ګاز نږدې ۲۰ سلنه لېږد له دې تنګي تېرېږي.
د روسیې له لوري وړاندیز شوې د اورګاډي پټلۍ به په احتمالي ډول روسیه له هند سمندر سره د ځمکنۍ لارې ونښلوي او د سمندري مسیرونو بدیل به رامنځته کړي؛ هغه مسیرونه چې د مهمو ستراتیژیکو تنګیو او اوبولارو د بندېدو یا ګډوډېدو له امله له خطر سره مخ کېدای شي.