کابل ټریبیون (کېټي) — په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د پخوانیو نظامیانو د نیولو، وژلو، شکنجې او په توقیف کې د مړینې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دې پېښو د خپلواکې او رڼې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
فایق په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پخوانیو افغان امنیتي او نظامي
ځواکونو د غړو پر وړاندې دا ډول پېښې په تېرو پنځو کلونو کې دوام لري، په داسې حال
کې چې د طالبانو مشر د عمومي بښنې اعلان کړی و.
نوموړي د هدفي وژنو، شکنجې، جبري نادرکه کېدو او په توقیف کې د مړینې
پېښې د بشري حقونو جدي سرغړونې بللې او ټینګار یې کړی، چې دا ډول موارد باید د
چوپتیا او بېحسابۍ تر سیوري لاندې پاتې نه شي.
فایق ویلي، د عمومي بښنې اعلان هغه مهال معنا لري چې د نیول شویو
کسانو ژوند، انساني کرامت او حقونه خوندي وي؛ نه دا چې پخواني نظامیان تر نیول
کېدو وروسته نادرکه شي او جسدونه یې په پټه خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما)، د
بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د دغې قضیې او
ورته نورو پېښو په اړه سمدستي، خپلواکې او شفافې څېړنې وکړي.
فایق ټینګار کړی، چې د دغو پېښو عاملان او امر کوونکي باید وپېژندل شي
او د خپلو کړنو په تړاو حساب ورکړي.
نوموړي د دې ډول پېښو دوام د عدالت او قانون د حاکمیت د نشتوالي نښه بللې
او ویلي یې دي، چې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې چوپتیا د ورته پېښو د تکرار
زمینه برابروي.