په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له هېواد دننه او بهر له افغانانو غوښتي چې د افغانستان د اوسني وضعیت او راتلونکي په اړه په دوو عمومي نظرپوښتنو کې ګډون وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ویلي، دغه نظرپوښتنې د افغانانو د نظرونو، تجربو، اندېښنو او وړاندیزونو د راټولولو په موخه پیل شوې دي، څو د ملګرو ملتونو په بحثونو او د افغانستان په اړه نړیوالو غونډو کې د افغانانو غږ منعکس شي.
د استازولۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه نظرپوښتنې خپلواکې، بېنومه او رضاکارانه دي او ټول افغانان، که په هېواد کې دننه وي او که بهر، کولی شي په کې ګډون وکړي.
د افغانستان د ملګرو ملتونو د استازولۍ دغه اقدام د طالبانو واک ته د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې له رارسېدو سره هممهاله شوی دی.
استازولۍ ټینګار کړی چې د افغانانو د نظرونو له اورېدو پرته د افغانستان د وضعیت هېڅ ډول ارزونه بشپړه نه شي کېدای.
نصیر احمد فایق له افغانانو غوښتي چې په دغو نظرپوښتنو کې د ګډون له لارې د افغانستان د اوسني وضعیت او د هېواد د راتلونکي مسیر په اړه خپل نظرونه او اندېښنې شریکې کړي، څو د خلکو لومړیتوبونه په نړیوالو بنسټونو او غونډو کې مطرح شي.