Search

اروپايي ټولنې د افغانستان د مالدارۍ او خوړو خوندیتوب لپاره ۱۱ میلیونه یورو ځانګړي کړل

News image
14 زمری 1405 - 10:05

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي وايي، د مالدارۍ د خدمتونو د پیاوړتیا، د خوړو خوندیتوب د ښه کولو او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د خلکو د معیشت د ملاتړ لپاره یې ۱۱ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د اروپايي ټولنې د دې پروګرام له مخې، په ۱۷ ولایتونو کې شاوخوا ۳۰۰ زره کورنۍ تر پوښښ لاندې راوستل کېږي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ د زمري په ۱۳مه، ۱۴۰۵، سه‌شنبه په «ایکس» کې لیکلي چې د دې پانګونې موخه د مالدارۍ د سکتور پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د زیان‌منو ټولنو د مقاومت زیاتول دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه کلیوالي نفوس د خوړو او معیشت د برابرولو لپاره پر مالدارۍ تکیه کوي.

خو دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ سخت او څو اړخیز بحران د افغانستان په نیمايي ولایتونو کې کرنیز او مالدارۍ فعالیتونه ګډوډ کړي دي.

د فایو په وینا، د هېواد شمالي، شمال‌لوېدیځې او شمال‌ختیځې سیمې د وچکالۍ له امله تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي او دغه وضعیت لا هم د پراخېدو او خرابېدو په حال کې دی.

مالداري د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د میلیونونو خلکو د عاید او خوړو د برابرولو له مهمو سرچینو څخه ده. وچکالي، د اوبو کمښت، د څړځایونو خرابېدل او د اقلیمي بدلونونو اغېزې د څارویو د ساتنې او د کلیوالو کورنیو د معیشت لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي.