د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او پراختیا په موخه خپل نوی پنځه کلن ستراتیژیک پلان په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال معرفي کړ.
د دغه وزارت مسوولین وايي، په نوي پلان کې داسې پروګرامونه شامل شوي چې د افغانستان د خلکو روغتیايي اساسي اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره به عملي شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په خبري ناسته کې وویل، د روغتیايي خصوصي سکتور پیاوړتیا، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او پراخول، په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بېلابېلو حکومتي ادارو ترمنځ د همکارۍ زیاتول او په ادارو کې اصلاحات د دغه پلان له اساسي محورونو څخه دي.
جلالي د هېواد د روغتیايي امکاناتو او زیربناوو کمښت ته په اشارې وویل، په تېرو دوو لسیزو کې، سره له دې چې افغانستان ته نړیوالې مرستې او د پام وړ مالي سرچینې راغلې، لا هم په یو شمېر لېرې پرتو سیمو کې کافي روغتیايي مرکزونه نشته او د هېواد په مرکز کې هم د اړتیا له کچې سره سم یو معیاري روغتون نه دی جوړ شوی.
د عامې روغتیا وزیر وايي، د دغه پنځه کلن پلان په عملي کېدو سره به خلکو ته د لا ښو او معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.
په همدې حال کې، د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، په تېرو دوو لسیزو کې پر افغانستان تپل شویو جګړو د هېواد زیربناوو ته پراخ زیانونه اړولي او روغتیايي سکتور هم له دغو زیانونو خوندي نه دی پاتې شوی.
حنفي وویل، د جګړو پر مهال یو شمېر روغتونونه زیانمن شوي او یو شمېر روغتیايي کارکوونکي هم وژل شوي دي.
هغه د پخواني حکومت پر مهال د روغتیايي سکتور په برخه کې د «نه پاملرنې» په اړه وویل، په تېرو شلو کلونو کې د هېواد د اړتیاوو په کچه مجهز او معیاري روغتونونه نه دي جوړ شوي او په ځینو مواردو کې روغتیايي تجهیزات برابر شوي، خو د مدیریت او سمې کارونې د نشتوالي له امله ترې اغېزمنه ګټه نه ده اخیستل شوې.
حنفي د عامې روغتیا وزارت نوی پنځه کلن پلان مهم او ارزښتناک ګام وباله او ویې ویل چې دغه پلان به د طالبانو له داخلي بودجې څخه تمویل او عملي شي. د ده په وینا، د پلان موخه د روغتیايي خدمتونو ښه کول او د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې د معیاري روغتیايي مرکزونو جوړول دي.
له بلې خوا، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د خلکو د عاید کچه، د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د کچې راکمول او د مسلکي بشري ځواک د ظرفیت لوړول د هېواد د دوامدارې ودې او پرمختګ مهم عوامل وبلل.
نظري وویل، افغانستان هغه مهال دوامدار پرمختګ ته رسېدای شي چې په دغو برخو کې جدي پاملرنه وشي.
په دې خبري ناسته کې د نړیوالو روغتیايي ادارو استازو هم د افغانستان د روغتیايي نظام پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د روغتیا په برخه کې یې له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
افغانستان لا هم د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي، په ځانګړي ډول په لېرې پرتو او کمبرخمنو سیمو کې، له جدي ستونزو سره مخ دی. د روغتیايي مرکزونو کمښت، د مسلکي کارکوونکو اړتیا او د روغتیايي زیربناوو محدودیتونه د هېواد د روغتیايي نظام له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي. د نوي پنځه کلن پلان د بریالي عملي کېدو لپاره د تمویل ترڅنګ د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول او لېرې پرتو سیمو ته د خدمتونو رسول مهم بلل کېږي.